۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د ښځينه هټيوالو په ګډون ښځې د طالبانو د چارواکو له لوري له لفظي سپکاوي، وهلو ټکولو او د نیولو له ګواښونو سره مخ شوې دي.
دغه دفتر يکشنبه د تلې په ۱۹مه، د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي.
یوناما خبرداری ورکړی چې د ښځو نیول، وهل ټکول او ګواښل د هغوی له اساسي حقونو سرغړونه ده.
د یوناما په وینا، یو شمېر دغه ښځې په توقیف کې تر څو ساعتونو تېرولو وروسته بېرته خوشې شوې دي.
دغه دفتر زیاته کړې چې دا ډول کړنې د ښځو او نجونو د تګ راتګ ازادي، د بیان ازادي او د خپلو شخصي پرېکړو د کولو حق نقضوي. همداراز، دوی له سختې ټولنیزې بدنامۍ او لا څنډې ته کېدو سره مخ کوي.
یوناما د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د افغانستان ژمنو ته ژمن پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو بېبرخې شوې دي. همداراز، په ټولنیزو او کاري ډګرونو کې د ښځو پر حضور محدودیتونه لا هم دوام لري.





