• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بې‌روزګاري او د کارګرو ماشومانو ډېرېدل؛ ماشومان له ناچارۍ درنو کارونو ته اړ ایستل کېږي

۸صبح، بلخ ۸صبح، بلخ
۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726503398]
Mohd RAFSAN / AFP

Mohd RAFSAN / AFP

د مزارشریف ځینې اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په واټونو کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی د کورنیو د بېوزلۍ او تنګلاسۍ ښکاره نښه ده. دا ماشومان له سهاره تر بیګاه په درنو کارونو بوخت دي یا هم په واټونو کې خیرات ټولوي؛ داسې چې په دې عمر کې باید د بوټونو رنګولو او ځینو نورو کارونو پرځای د ښوونځيو په ټولګیو کې وای.

د بلخ ځينې اوسېدونکي وايي چې په مزارشریف ښار کې یو شمېر ماشومانو د تېر حکومت پرمهال بوټونه رنګول یا یې خیراتماري کوله؛ خو په تېرو درېیو کالو کې شمېر په بېساري توګه ډېر شوی دی. د هغوی په خبره، د کاري بوختیاوو نشتوالي او د ژوندانه لوړ لګښت ګڼې کورنۍ اړې کړي چې خپل ماشومان کار ته واستوي.

له دغو ماشومانو ځینې یې له خپلو مېندو سره د سړک ترڅنګ بوټان رنګوي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره یې شپه او ورځ یوه کړې وي.

لیلا (مستعار نوم) له سهاره تر ماښامه له خپل ماشوم سره د سړک ترڅنګ بوټونه رنګوي. نوموړې وايي چې مېړه یې مړ دی او د څلور کسیزې کورنۍ سرپرستي ورلغاړې ده. هغې ټینګار وکړ چې نه شي کولای یوازې خپل ماشوم د کار لپاره ښار ته واستوي.

دغې مېرمنې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د ژوند له ناوړه وضعیته شکایت کوي او وايي چې مېړه یې وفات شوی او دوه لوڼې او یو زوی لري. د نوموړې په خبره، لوڼې یې د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو لامله نه شي کولای له کوره بهر شي او خپله له کوچني زوی سره کار کوي.

لیلا زیاتوي: «دوه کاله کېږي چې مېړه مې مړ شوی او موږ یې د ژوند له ګڼو ستونزو سره یوازې پرېښودو. چاره نه لرم او مجبوره یم له خپل کوچني زوی سره ښار ته راشم چې له کار سره بلد شي او کار وکړي. دوه لوڼې لرم چې لس کلنې دي او زوی مې اووه کلن دی. په یوازې سر یې ښار ته یوازې نه شم استولی، خپله ورسره ښار ته راځم چې لوی شي او په ښار کې بلد شي او وشي کړای یوه مړۍ ډوډۍ پېدا کړي.»

د مزارشریف په ښار کې د کارګرو ماشومانو شمېر ډېر دی او هر یو ځانته رنځ او بېل داستان لري چې د بېوزلۍ او بېکارۍ او د کورنیو د تنګسیا نښې نښانې ترې څرګندېږي. دا کورنۍ د ناچارۍ لامله خپل ماشومان د ښوونځي او ښوونیز مرکز پرځای کار ته استوي چې وکړای شي، کور ته یوه مړۍ ډوډۍ راوړي.

لس کلن علیرضا د خپلې کورنۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره جوش کړې هګۍ خرڅوي. نوموړی وايي چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه هګۍ پلوري.

دا لس کلن ماشوم زیاتوي: «په کور کې اته کسان یو. پلار مې کارګر دی او هره ورځ چوک ته ځي، خو ډېری وخت کار نه مومي. له همدې کبله زه هم کار کوم. کور مو کرايي دی او د میاشتې دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکوو. که زه وکړای شم د کور کرایه پوره کړم، پلار مې د کور نورې اړتیاوې پوره کولای شي.»

دا ماشوم له زده‌کړو او تعلیم سره لېوالتیا لري؛ خو وايي چې د تنګسیا لامله نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي. نوموړی زیاتوي: «یو کال کېږي ښوونځي ته نه ځم، ځکه کار نه شته. که ښوونځي ته لاړ شم، پلار مې په یوازې سر د کور اړتیاوې نه شي پوره کولای. مجبوره یم کار وکړم او ښوونځی پرېږدم، ان که زړه مې هم وغواړي ښوونځي ته لاړ شم.»

په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د بېکارۍ زیاتوالي پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی چې لامله یې ګڼ ماشومان له زده‌کړو پاتې شوې دي. دې حالت راتلونکې ته د خلکو هیلې مړاوې کړې دي.

په مزارشریف ښار کې یو بل ماشوم چې یوسف نومېږي، پلاستیکي کڅوړې خرڅوي. نوموړی وايي چې هر سهار له خپل پلار سره د کار لپاره ښار ته ځي او د شپې بېرته کور ته ځي. یوسف زیاتوي: «هره ورځ له پلار او ورور سره ښار ته راځم. پلار مې په منډوي کې کار کوي، ورور مې له روضې سره بوټونه رنګوي او خپله په ښار کې پلاستیکي کڅوړې خرڅوم.»

دا کارګر ماشوم وايي چې ښوونځی یې پرېښی او له پلار او ورور سره کار کوي چې په خبره یې، وکړای شي د کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. نوموړی زیاتوي: «ورور مې په پنځم ټولګي کې و او زه په درېیم کې. په کور کې نهه کسان یو، کار نه و او سږکال مو ونه شوای کړای ښوونځي ته لاړ شو.»

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته بېوزلي او بې‌روزګاري ډېره شوې او د راپورونو په حواله، څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ژوند ټکان ورکوونکې ثانیې؛ د بلخ له زلزلې د یوې ښځې وحشتناکه تجربه
خبرونه

سور صلیب: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له کبله روان بشري ناورین پراخ شوی

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762347928]
خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان په شمال کې د زلزلې له کبله ۲۰ کسان مړه او ۸۶۳ نور ټپيان شوي

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762269326]
ریچارډ بنېټ: مذهبي مراسمو ته باید درناوی وشي
خبرونه

 ریچارډ بېنټ د افغانستان په شمال کې له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762192549]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • اوچا: په ۲۰۲۳ کال کې به مرستندویه ادارې د افغانستان پر هغو سیمو تمرکز وکړي چې لږ پام ورته شوی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.