• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بېکاري او د بوختیاوو کمښت: خلک له ناهیلۍ او ننګونو سره لاس او ګریوان دي

ایلیا ایلیا
۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791014076]
AFP

AFP

ځينې هېوادوال په افغانستان کې د بېکارۍ او کاري بوختیاوو له کمښته شکایت لري. هغوی وايي چې د مناسبو کاري بوختیاوو د نشتوالي له کبله ګڼ ځوانان او د کورنیو سرپرستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دا هېوادوال زیاتوي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په خصوصي شرکتونو کې د کاري بوختیاوو کچه پام وړ کمه شوې او په دولتي ادارو کې هم تر ډېره هغه څوک ګومارل کېږي چې کاري مخینه یا له طالبانو سره نږدې وي. هېوادوال ټينګار کوي چې د بېکارۍ دوام، کډوالۍ، لنډمهالو کارونو او کم عاید لرونکو دندو ته اړ کړي دي. د هغوی په خبره، د ثابت عاید نشتوالي د کورنیو د ژوند لګښتونه درانه کړي او د ځوانانو راتلونکی لیدلوری یې هم محدود کړی دی.

د هرات، پنجشیر، کونړ، کابل، خوست او غزني ځینو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې اوسنیو شرایطو ته په پام له طالبانو د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو چندان تمه نه لري. هغوی له خصوصي شرکتونو او بنسټونو غواړي چې ځوانانو په ځانګړې توګه لوستو کسانو ته کاري بوختیاوې برابرې کړي. هغوی ټینګار کوي چې د بېکارۍ د کمولو لپاره دې په خصوصي برخه کې د پانګونې زمینه برابره او د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو لپاره دې ځانګړی پلان په پام کې ونیول شي.

د غزني اوسېدونکی او د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغ شیرالله وايي چې شاوخوا یو کال کېږي د دندې موندلو لپاره هڅې کوي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی له تحصیلي څانګې سره اړوند دنده ومومي. نوموړی زیاتوي چې د کاري بوختیاوو نشتوالي ډېر ځوانان اړ کړي ناتخصصي او کم عاید لرونکو کارونو ته مخه کړي. د هغه په خبره، په دولتي ادارو او ځينو خصوصي بنسټونو کې واسطه بازي او قومپالنه هم هغه لاملونه دي چې کاري بوختیاوو ته یې د ځوانانو لاسرسی محدود کړی دی.

شیرالله وايي: «بې روزګاري هغه ستونزه ده چې د هېواد ځوانان ورسره مخ دي. ان هغو ځوانانو چې له هېواده بهر یې زده‌کړې کړې دي، کله چې افغانستان ته راستنېږي، له راستنېدو پښمانېږي؛ ځکه په افغانستان کې کاري بوختیاوې نه شته.»

د کابل اوسېدونکې او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي فارغه ستوده وايي چې له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته ورته له تحصیلي څانګې سره اړوند د دندې موندل سخت و. نوموړې زیاتوي چې د کاري بوختیاوو کمښت یوازې د ځوانانو عاید نه دی اغېزمن کړی، بلکې د هغوی له پوهې او وړتیاوو څخه کار اخیستل یې هم محدود کړي.

ستوده وايي: «هر څوک چې د کار وړتیا، پوهه او انګیزه لري، د دې وړ دی چې د خپلې راتلونکې د جوړولو لپاره د خپلو وړتیاوو د کارولو فرصت ولري. د کاري بوختیاوو رامنځته کول په حقیقت کې د ټولنې پر راتلونکې پانګونه ده.»

د هرات اوسېدونکې فوزیه وايي چې د کاري بوختیاوو نشتوالي ګڼ ځوانان اړ کړي چې د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره له تخصصه نااړوندو کارونو ته مخه کړي. نوموړې زیاتوي چې خپله هم له فراغته وروسته نه ده توانېدلي له خپلو وړتیاوو سره سمه دنده ومومي او ځينې ځوانان د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خیاطۍ او ځينو نورو کارونو ته مخه کړې ده.

فوزیه وايي: «له بده مرغه د ښځو او نارینه‌وو په ګډون ګڼ لوستي ځوانان او پیغلې وزګارې دي. خپله مې د ښکلو هنرونو پوهنځی لوستی، خو کار نه شته چې وکړای شم عاید ترې ولرم. ډېرو ځوانانو او پیغلو خیاطۍ او سینګار په څېر دندو ته مخه کړې.»

له پوهنتونه د فارغو کسانو ترڅنګ مسلکي او ورځ مزدوران هم له بې روزګارۍ شکایت لري.

د خوست اوسېدونکی امرالدین وايي چې ګڼ ځوانان له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته د کاري بوختیاوو د نشتوالي له کبله وزګار وي او مسلکي کارګر هم د کار موندلو په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.

د خوست دا اوسېدونکی وايي: «لوستي ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي، خو بې روزګاره دي. مسلکي کارګر چې هره ورځ د خوست په مرکزي چوک کې راټولېږي، بېرته خالي لاسونه کورونو ته ستنېږي او یوازې ځينې محدود کسان کار مومي.»

د کونړ یو اوسېدونکی شاهد خان وايي چې د کاري بوختیاوو نشتوالي او نامناسب اقتصادي وضعیت د ډېرو کورنیو ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی. نوموړی زیاتوي چې بېوزلي او بېکاري د دې لامل شوې چې ګڼ کسان خپل ماشومان د زده‌کړو د دوام پر ځای د کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه بازار ته ولېږي.

شاهد خان وايي: «کار له کومه شو؟ اقتصاد مو صفر دی. سمه ده چې ماشومان د بېوزلۍ له کبله درس پرېږدي او ځي کار کوي. څوک چې مشر دی، هېڅ توان نه لري.»

د پنجشیر یو اوسېدونکی شمس‌الله د کاري بوختیاوو نشتوالی په هېواد کې د ځوانانو لویه ستونزه ګڼي او وايي چې دا ښايي اقتصادي او ټولنیزې پایلې ولري. نوموړی زیاتوي چې نشه‌يي توکو باندې د ځوانانو روږتیا او رواني ستونزې د بېکارۍ پایلې بلل کېدای شي.

شمس‌الله وايي: «نن د کاري بوختیاوو نشتوالي ګڼ ځوانان له ستونزو سره مخ کړي چې نشه‌يي توکو باندې د ځوانانو روږتیا او رواني ستونزې یې بېلګې بلل کېدای شي.»

د پنجشیر دا اوسېدونکی زیاتوي: «هر تولید کاري ځواک، سرچینو او ماشینونو ته اړتیا لري څو د محصولاتو د وړاندې کولو زمینه برابره شي؛ خو په هېواد کې د سرچینو او کاري ځواک له شتون سربېره، له دغو فرصتونو ګټه نه ده اخیستل شوې.»

د پنجشیر یوه بله اوسېدونکې مارینا وايي چې د عمومي بېکارۍ ترڅنګ، په دغه ولایت کې ښځې د کاري بوختیاوو د موندلو په برخه کې له ډېر محدودیت سره مخ دي. نوموړې زیاتوي چې ځينې اوسېدونکي ورځ مزدورۍ او ځينې نور په دولتي بنسټونو کې بوخت دي، خو ځينې هېڅ دنده نه لري.

مارینا وايي: «اقتصادي وضعیت ډېر کمزوری دی. ځينې کارګر دي، ځينې دولتي دندې لري او ځينو نور هم وزګار. په ټوله کې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی. که موخه مو مېرمنې دي، ډېری یې وزګارې دي.»

دا شکایتونه داسې مهال کېږي چې د افغانستان اقتصاد لا هم له محدودیتونو سره مخ دی. نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال په راپور کې ویلي و چې نږدې یو په څلورمه برخه افغان ځوانان وزګار دي او ډېر هغه ځوانان چې کار لري هم کم عاید او نا اړوندو برخو کې دندې لري.

د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د بشري اړتیاوو او بشري مرستو د ځواب‌وینې د پلان له مخې، شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس نږدې ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. له دې ډلې ۱۷.۵ میلیونه یې مرستو ته اړمن بلل شوي دي.

ورته مهال اقتصادي کړکېچ او د کورنیو د پېر وس کمېدو د خوړو ناامني او خوارځواکي پراخه کړې. د ۲۰۲۶ کال د اټکل له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه وګړي د خوړو له شدیدې ناامنۍ او له پنځو کالو کم عمره نږدې ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په بغلان کې دوه ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان دي

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791010298]
حکیمه؛ هغه ښځه چې د کړاوونو تر بار لاندې کږه شوې
د ښځې غږ

حکیمه؛ هغه ښځه چې د کړاوونو تر بار لاندې کږه شوې

۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790873472]
یونیسف د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي د برابرولو خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پاکو اوبو ته د لاسرسي د برابرولو خبر ورکړی

۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1790872085]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.