خوست کې خلک له بېکارۍ شکایت کوي او وایي چې ورځ تر بلې په دغه ولایت کې کارونه ورکېږي او د خپلو کورنیو نفقې او راتلونکي ته مایوسه دي. د خلکو په وینا، د تېر جمهوريت پر مهال کارونه او مصروفیت زیات، خو پر هېواد واک ته د طالبالنو له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې خلک بېکاره او په کورونو ناست دي.
په دغه ولایت کې یو شمېر ځوانان وایي چې پر کار او دندې یوازې طالبان مصروف دي او ښه معاشونه اخلي په وینا یې، ولس ورځ تر بلې بې کاره کېږي. حشمت چې ۲۹ کاله عمر لري او پخوا یې د ملي اردو په یو بېس کې د اشپزي دنده لرله، وايي د طالبانو له راتګ وروسته په کور شوی او طالبانو د ده پر ځای د مدرسې یو شاګرد ټاکلی دی. هغه په همدې تړاو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل:« پخوا مې د کورنۍ ژوند ښه راون و ځکه ما مصروفیت لرلو، خدای شته زه هم خوښ وم ځکه مصروف وم، خو د دندې له منفک کېدو وروسته په کور ناست یم، که کومه ورځ مزدوري پیدا شوه، لاړ شم ګني نور د خدای هیلې ته سترګې غړوو.»
د خوست یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي چې طالبان له خپلوانو پرته بل چا ته دندې نه ورکوي او دوی ته په دندو کې خپلوان او د کورنۍ غړي مهم دي. محمدخان (مستعار نوم) وایي چې طالبان خپلو کسانو ته لومړیتوب ورکوي او هر ځای خپلوان او د کورنۍ غړي ټاکي. هغه له ۸صبح سره په خبرو کې وویل: «ما څو ځایه د کار غوښتنه وکړه خو منفي ځواب راکړل شو. په کومو ځایونو کې چې ما غوښتنه کړې وه، نو هلته د طالبانو د کورنیو غړیو ته مثبت ځواب ورکړل شو او یادو کارونو ته معرفي شول.»
دا ځوان د طالبانو له بې عدالتۍ سرټکوي او وايي: «طالبان د عمري عدالت نعارې وهي، خو عمري عدالت چیرته دی، بې عدالتي راونه ده، خلک د ډوډي په ارمان او بې کاره دي.»
بل خوا د خوست ټولنیز فعالان بیا وایي چې په دغه ولایت کې بې کاري زیاته شوې ده چې خلک یې خپل راتلونکي ته حیرانه کړي دي. د خوست یو ٣٢ کلن ځوان چې د موضوع د حساسیت له کبله له خپل نوم څخه ډاډه کوي، وایي: «خوست یو له هغه ولایتونو څخه دی چې ډېر وخت کارګر له نورو ولایتونو څخه د کار لپاره دلته راځي، خو په دې وروستیو کې دلته هم کارونه ورک شوي ، نه یوازې دا چې طالبانو پرې خپلې پښې راتاو کړي بلکې لاسي مزدورۍ هم ورځ تر بلې ورکې کېږي.»
هغه په همدې تړاو زیاتوي: «متاسفانه موږ داسې انګېرله چې طالبان به په واقعیت سره عمري عدالت پلي کړي، خو په ډېرې خواشینۍ سره باېد ووایم چې دوی خپله په عمري عدالت کې په بشپړ ډول پاتې راغلي او برعکس یې له عام ولس څخه اسلام او ټولنې ورکړي حقونه هم نیولي دي.»
د پوهنتون استادان وایي چې بېکاري او لوږه په یوه ټولنه کې د جرمونو او ناروا کړنو کچه هم لوړوي، چې پایلې یې د یوې ټولنې لپاره منفي تمامېږي. خیبر (مسعار) نوم چې په خوست کې د یو پوهنتون استاد دی، وایي بېکاري او لوږه د زندان دروازې خلاصې ساتي او وګړي ناروا کړنو ته هڅوي.
هغه وایي: «بېکاري یوه ناروغي ده چې ټولنه کې وګړي بېلابېلو جرمونو ته هڅول کېږي. په ټولنه کې د بېکارۍ او لوږې مسوول په خپله حاکم دی چې باېد ټولنې خلکو ته بوختیاوې او کاروبار پیدا کړي او خلک په ګېډه ماړه وساتي. حاکم کېدل یوازې تش د عمري عدالت تمثیل نه دی، بلکې په عمل کې ښودل دي چې ځانته د ډېرو وادونو پر ځای د نورو لوږه او تنده دې وجدان ولړزوي، یا خپله استعفا ورکړې او یا په بې پري ډول عدالت پالي کړی شې.»
دا په داسې حال کې ده چې له خوست څخه هره میاشت لسګونه ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله پر قاچاقي لارو ګاونډیو او اروپايي هېوادونو ځي او دغه مرګونو لارو ته اوږې ورکوي. یو خوستی ځوان چې اوس په جرمني کې اوسېږي، وایي بېکارۍ او اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړ چې پر قاچاقي لارو جرمني ته لاړ شي.
هغه په همدې تړاو وویل: «بېکارۍ اخر دې ته مجبور کړم تر څو د جرمني لاړ شم. زه په ډېرو سختو مرګونو لارو تر جرمني راورسېدم، خو اوس الحمدالله هر څه سم دي، هم کورنۍ ته او هم خپلو نږدې خپلوانو او ګاونډیانو ته پیسې لېږم تر څو د دوی څه اندازه ستونزې پرې حل شي.»
هغه همدا راز زیاتوي: «په وطن کې رښتیا هم د بېکارۍ او اقتصادي ستونزې ډېرې دي. زما له ټولو مسافرو وطنوالو څخه غوښتنه ده چې خپلو نږدې ګاونډیانو، خپلوانو او هېوادوالو ته پیسې ولېږي تر څو پرې خپلې شته اقتصادي ستونزې هوارې کړي.ِ»
هڅه مو وکړه چې د بېکارۍ په تړاو د طالب مسوولانو نظر هم ولرو، خو د دې ډېرو هڅو سربېره هم بریالي نه شو.
په هېواد کې داسې مهال له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ شکايتونه کېږي چې نړیوال بانک د روان کال د غويي میاشتې پر ۳مه په يو خپاره شوي راپور کې ويلي و چې د افغانستان راتلونکی اقتصادي وضعیت ناڅرګند او تیاره دی او د دغه هېواد اقتصادي تحرک په ټپه ولاړ دی.
دغه بانک په خپل راپور کې ويلي دي چې د افغانستان اقتصادي حالت په ټپه درېدو له کبله د افغانستان د ناخالصو توليداتو کچه ۲۶ سلنه کمه وشي ده.
په راپور کې راغلي چې د خلکو بېکاري لوړه شوې، د توکو بیې زياتې شوي چې د خلکو ستونزې يې لا پسې زیاتې کړي دي.





