د افغانستان بېکاري یوه لویه او ډېره جدي ننګونه ده چې د جګړو او سیاسی بې ثباتیو له کبله ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده. د بېکارۍ دې روان وضعیت د خلکو د اقتصادي ژوند ته زیان رسولی او د ډېرو ځوانانو لپاره د پرمختګ فرصتونه یې له منځه وړي دي.
بېکاري نه یوازې اقتصادي مشکلات زېږوي، بلکې د ټولنې پر رواني او ټولنیز جوړښت هم ناوړه اغېزې لري. بېکاري ناهیلي، جرمونه، غلاوې، د ځوانانو د ځانوژنې او نور ناوړه پېښې زیاتوالی شي.
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې سخته بېکاري راغلې او زرګونه ځوانان چې مخکې پر کار بوخت و، بېکاره شوي دي. د سیاسي وضعیت خرابوالی او په هېواد کې پر شرکتونو او کارځایونو د محدودیتونو زیاتېدل، نور هغه لاملونه دي چې بېکاري یې رامنځته کړې.
هلمند چې د افغانستان هغه لوی ولایت ګڼل کېږي او نفوس یې د دوو میلیونو په شاوخوا کې دی. د دغه ولایت ډېری ځوانان او کاريګر کسان دا مهال د سختې بېکارۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. سیداغا چې ۲۹ کاله عمر لري، د هلمند ولایت د لښکرګاه په مرکزي چوک کې د هغو کسانو په ډلې کې ناست دی چې هره ورځ د کار په لټه دې چوک ته راځي.
نوموړی وايي، ډېرې کمې ورځې راځي چې کار وکړي او د ورځې مزدوري ترلاسه کړي. هغه زیاتوي، په دې چوک کې ناست کسان چې شمېر یې تر ۱۰۰ پورې رسېږي، هره ورځ د کار په لټه ناست وي، خو یوازې محدود شمېر کسانو ته ورځنۍ مزدوري موندل کېږي، او پاتې ځوانان تش لاس کورونو ته ستنېږي.
سیداغا وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې د بېکارۍ کچه په هلمند ولایت کې خورا لوړه شوې او نه کوم دولت او نه هم د خصوصي سکټور له لوري داسې کارونه ترسره شوي چې بېکار کسان ورسره پر کار شي.
دی زیاتوي: «دلته هره ورځ ځوانان او د پاخه عمرلرونکي کسان راځي، خو ډېر لږو کسانو ته کار پیدا کېږي. پاتې ټول بیرته تش لاس کورونو ته ستانه کېږي. بېکاري ډېره زیاته شوې او د توکو قیمتونه هم لوړېږي. موږ نه پوهېږو چې دا خلک به څه وکړي.»
د دغه ناستو کسانو په منځ کې عیدمحمد یو بل ځوان دی چې ښوونځی یې لوستی، خو وايي چې د دفتري کار ترڅنګ ورځ مزدوري هم نه ورته کار پیدا کېږي. هغه وایي چې په یوه اوونۍ کې یوازې درې ورځې ورته د کار زمینه برابریږي او د دې لارې ګټل شوې پیسې د هغه د کورنۍ لپاره بسنه نه کوي.
عیدمحمد زیاتوي: «زمونږ په منځ کې ډېری کسان هغه ورځ باچاهي بولي چې ۱۰۰ افغانۍ وګټي.» دغه ځوان د طالبانو، کورنیو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د دوی لپاره کاري فرصتونه پیدا کړي.
هغه وايي: «زه په ۱۳۹۶ کال کې د دولسم ټولګۍ څخه فارغ شوی یم. په تېر نظام کې مې په ښاروالۍ کې دنده درلوده، خو اوس د روزنې په هدف هره ورځ دلته راځم. ډېر کسان شته چې د ورځې ۱۰۰ افغانۍ هم نه پیدا کوي او په یوه اوونۍ کې یوازې ۳ ورځې کار پیدا کېږي.»
د هلمند اوسېدونکي هم د بېکارۍ له امله سخت اندیښمن دي او وايي چې د کار د نشتوالی له کبله هره ورځ په لښکرګاه او ولسوالیو کې جنايي پېښې رامنځته کېږي چې تر شا یې د خلکو اقتصادي ستونزې پرتې دي.
د لښکرګاه یوه فعال، احمد میدند افغان، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په وروستیو کلونو کې په یاد ولایت کې بېلابېل کارځایونه د طالبانو د محدودیتونو، لوړو مالیاتو او تخنیکي ستونزو له امله سقوط شوي چې ورسره سلګونه کسان بېکاره شوي دي.
هغه وویل: «هغه ځوانان چې اوس مهال بېکاره دي، اړ کیږي چې د کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په هدف ناوړه کړنې ترسره کړي.» دی زیاتوي: «فابریکې سقوط شوې، او په دې فابریکو کې زموږ سلګونه ځوانان پر کار بوخت وو. اوس هغوی کورونو ته ولاړ، او دلته راځي چې په سړکونو کې ولاړ شي، خو ورځني کار ورته نه پیدا کېږي. دا خلک څه وکړي؟ څوک چې د ماښام ډوډۍ نه لري، اړ دی چې هر هغه کړنه ترسره کړي چې په وس کې یې وي. موږ اندېښنه لرو چې راتلونکي کې به زموږ په ولایت کې جنايي جرمونه ډېر شي.»
په هلمند کې د خلکو د بېکارۍ سره هممهال هره ورځ د طالبانو د هلمند د امنیه قومندانۍ خبرپاڼې خپرېږي چې عام خلک د غلا او نورو جرمونو په تور نیول کېږي. که څه هم طالبان د دغو کسانو نیول په خپلو لاسته راوړنو کې بولي، خو عام خلک بیا نیوکه کوي چې که طالبان د بېکارۍ په برخه کې کار وکړي او د بېکارۍ مخه ونيسي، جنايي جرمونه په ځانګړي ډول د غلاوو مخه به ونیول شي.
موږ هڅه وکړه چې د ځوانانو د دې ستونزې په هکله په هلمند کې د طالبانو د ځايي مسوولانو نظر هم راواخلو، خو بریالي نه شو.
د هلمند ترڅنګ، په ټول افغانستان کې عام افغانان د کار له نشتوالي او بېکارۍ څخه شکایت کوي. که څه هم د طالبانو لوړپوړي او ټيټ رتبه چارواکي په غونډو او رسنیو کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو ادعاوې کوي، خو په عملي ډګر کې تراوسه هېڅ نه دي شوي او په ټول افغانستان کې داسې یوه لویه پروژه نشته چې زرګونه بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.





