۸صبح، کابل: : د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د هلکانو په ښوونځیو کې د ښځينه ښوونکو پر تدریس بندیز، د ښوونکو کمښت نور هم زیات کړی دی.
نوموړي بنسټ سهشنبه د زمري پر ۲۰مه په مطبوعاتي ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په ښوونځيو کې د ښځينه ښوونکو کمښت، ټولو زدهکوونکو ته د زدهکړو کیفیت کمزوری کړی دی.
یونیسکو زیاته کړې چې پر زدهکړو د محدودیتونو ترڅنګ افغان ښځو او نجونو ته د ښوونیزو، سواد زدهکړو، د وړتیاوو لوړولو او رواني – ټولنیز ملاتړي پروګرامونه وړاندې کوي.
یاد سازمان ویلي چې دا پروګرامونه د رسمي زدهکړو ځایناستي نه دي خو تر هغې چې محدودیتونه دوام لري، د زدهکړو لپاره مهم فرصتونه برابروي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې یونیسکو او شریکان یې لکه اروپايي ټولنه او کاناډا په افغانستان کې د خوندي چاپېریال او ښوونیزو فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې هڅې کوي.





