۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې له بشرپالو کارکوونکو چې د اړمنو ټولنو ترڅنګ فعالیت کوي، مننه کړې ده.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۲۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بشرپالو کارکوونکو سرښندنه د انسانانو د ژوند په ژغورلو، د هغوی د کرامت په ساتلو او له سختو شرایطو سره د مخ خلکو لپاره د هیلې په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي چې دا کارکوونکي لا هم د اړمنو ترڅنګ دي او د هغوی اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې په سختو شرایطو کې د بشرپالو کارکوونکو ژمنتیا او هڅې د خلکو د ملاتړ او کرامت په ساتلو کې مهم رول لري.





