۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې له سویډني چارواکو سره په لیدنه کې یې د افغا۱۳نستان پر وضعیت، سیمهییز امنیت او د ترهګریزو فعالیتونو اړوند د پاکستان پر انديښنو خبرې کړې دي.
صادق چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو له مشر میکاییل لیندوال او په پاکستان کې د دغه هېواد له سفیرې الکساندرا برګ فون لینده سره یې لیدلي دي.
د نوموړي په خبره، په دې لیدنه کې د افغانستان پر پرمختګونو او له ترهګرۍ د پاکستان پر اندېښنو او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا خبرې شوې دي.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کې چې دواړو لورو د تازه ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر ارزښت ټينګار کړی دی.
نوموړي ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې هڅې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته کوي.






