۸صبح، کندهار: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د اسیا او ارام سمندر سیمې مشر سنجي ویجیسکیرا ویلي چې د مسلکي مهارتونو زدهکړه ځوانانو ته مناسب او غوره فرصتونه برابروي.
هغه پنجشنبه د چنګاښ پر ۲۵مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسیا او ارام سمندر سیمې ځوانان د فرصتونو له کمښت سره مخ دي.
د یونیسف سیمهییز مشر ویلي، د اسیا او ارام سمندر هېوادونو راتلونکی د استعدادونو له کمښت سره نه، بلکې د ځوانانو لپاره د فرصتونو او لارو له کمښت سره مخ دی.
ویجیسکیرا زیاته کړې چې په کندهار کې یې له هغو ځوانانو سره کتلي چې د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره مسلکي مهارتونه زده کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوږدو جګړو او پر خلکو په تېره بيا پر ښځو او نجونو د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله افغان ځوانان له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د زدهکړو له محدودیتونو سره مخ دي.





