۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې له وچکالۍ ځپل شویو کورنیو او ماشومانو ته یې د پاکو اوبو د برابرولو یو سیستم جوړ کړی دی.
نوموړي بنسټ سهشنبه د زمري پر ۶مه په اېکس کې لیکلي چې دا پروژه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په همکارۍ پلې شوې ده.
یونیسف ویلي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی زیانمنو شویو کورنیو ته کرامت او هیله وربښي.
د راپور له مخې، د دغه سیستم په جوړولو له وچکالۍ زیانمنو شویو کورنیو پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی او په دې برخه کې یې تر یو بریده اړتیاوې پوره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو سیمو په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.





