۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته ژوند ژغورونکي روغتیايي خدمات برابروي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د زمري پر ۱۸مه په اېکس کې لیکلي چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په ملاتړ، پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته روغتیايي پروګرامونه وړاندې کېږي.
یونیسف ویلي چې پر شدیدې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه د درملیزو خوړو په مرسته کوي.
ویل کېږي چې دا خدمات د ماشومانو د روغتیايي وضعیت د ښه کولو او د خوارځواکۍ د مرګونې پایلې د مخنیوي په موخه وړاندې کېږي.
یونیسف له دې مخکې ویلي و چې په افغانستان کې له پنځو کالو کم عمره ۳.۷ میلیونه ماشومان د خوراکي ناامنۍ له کبله د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.





