۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې ماشومانو، پیغلوټو نجونو او امیندوارو میندو ته اړین مغذي مواد برابروي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د تلې پر ۱۴مه په اېکس کې لیکلي چې د مناسبو مغذي موادو وړاندې کول د ماشومانو په ودې او روغتیايي خوندیتوب کې ارزښت لري.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ویلي چې د وینې کمښت د مخنیوي لپاره ماشومانو، تنکیو نجونو او امیندوارو ښځو ته د اوسپنې مکملونه ورکوي.
د اوسپنې او مغذي موادو کمښت د وینې د کمښت مهم لاملونه دي او کولی شي د ماشومانو پر وده، روغتیا او د زدهکړو پر وړتیا اغېز وکړي.
یونیسف ټینګار کړی چې د تغذیې مکملونو او مشورتي خدماتو د وړاندې کولو له لارې هڅه کوي د زیانمنو ډلو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو تغذیوي اړتیاوې پوره کړي.





