۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پاکو او خوندي اوبو ته د ماشومانو پر لاسرسي ټینګار کړی دی.
یونیسف پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پاکې اوبه د هر ماشوم لپاره د عفونت د مخنیوي، خوندي پاملرنې او د یوه روغ پیل په مانا دي.
دغه نړیوال بنسټ ویلي دي چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازولۍ په ملاتړ، ډېری ماشومان کولای شي په روغتیایي مرکزونو کې پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی ولري.
د پرله پسې وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د مدیریت د مناسبو بنسټونو د نشتوالي له امله افغانان په ځانګړې توګه د هېواد په لېرې پرتو سیمو کې د اوبو د کمښت او د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.





