۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې هر ماشوم د زدهکړو او لوبو لپاره د خوندي چاپېریال وړ دی.
نوموړي سازمان پنجشنبه د زمري پر ۲۹مه په اېکس کې لیکلي د کونړ د خاص کونړ ولسوالۍ ماشومان، د ماشومانو لپاره په ځانګړي چاپېریال کې رواني – ټولنیز ملاتړ ترلاسه کوي.
یونیسف ویلي دا ملاتړ د روزل شویو ټولنیزو کارکوونکو له خوا او د یونیسف جرمني په مالي ملاتړ وړاندې کېږي.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق زیاته کړې چې دا خوندي ځایونه ماشومانو ته فرصت ورکوي چې په یو خوندي چاپېریال کې زدهکړه او لوبې وکړي.
یونیسف ویلي چې ماشومان د دغه ملاتړ له لارې توانېدلي چې یو ځل بیا د ارام احساس او د عادي ژوند ورځنی بهیر تجربه کړي.





