۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې له همکارو بنسټونو سره د همکارۍ له لارې پر زدهکړو پانګونه کولی شي په ټولو سیمو کې ماشومانو ته د ښوونې او روزنې فرصتونه برابر کړي.
یونیسف چهارشنبه د سلواغې پر ۱۵مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا ډول پانګونه د دې لامل کېږي چې د بدخشان په څېر سیمو کې درسي ټولګي پر خوندي او مناسب چاپېریال بدل شي چې ماشومان پکې زدهکړې او وده کولی شي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې د «نویو بکسونو، کتابچو، پنسلونو او روزل شویو ښوونکو» برابرول د زدهکړو د کیفیت په ښه کولو کې مهمه ونډه لري.
ملګرو ملتونو تل ټینګار کړی چې په لرې پرتو سیمو کې له زدهکړو ملاتړ نه یوازې د زدهکړو کچه ښه کوي، بلکې ماشومانو او کورنیو ته نوې هیله هم وربښي.
له دې وړاندې هم یونیسف راپور ورکړی و چې د افغانستان د ښوونې او روزنې سیستم په بحراني وضعیت کې دی او څه باندې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان یو ساده متن نه شي لوستلی.





