۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د جاپان د دولت او خلکو په ملاتړ په ټول افغانستان کې ماشومانو ته واکسینونه او لومړني روغتیايي خدمتونه برابروي.
دغه صندوق دوشنبه د لړم پر ۴مه، ویلي چې دا همکاري روغتیايي خدمتونو ته د ماشومانو د لاسرسي د ښه کولو او د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.
یونیسف د جاپان د اوږدمهالې همکارۍ پر ستاینې سربېره ویلي چې هر ماشوم د پولیو له ناروغۍ د پاک راتلونکي وړ دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ماشومانو ته د واکسینونو او روغتیايي خدمتونو د رسولو لپاره د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
یونیسف زیاته کړې چې اټکل کېږي په ټول افغانستان کې تر ۲۱ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دغه بنسټ په وینا، ډېرې کورنۍ لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له محدودیتونو سره مخ دي.
یونیسف ټینګار کړی چې د جاپان دولت او خلک له کلونو راهیسې د افغان ماشومانو ملاتړ کوي او د هغوی ترڅنګ ولاړ دي.





