۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰ تر ۲۴ کلنو ۲۸.۷ سلنه ښځو له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی.
نوموړي بنسټ یکشنبه د تلې پر ۱۹مه راپور ورکړی چې د افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د «څو شاخصونو د کلسټر سروې» د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په ځینو سیمو کې له هرو دوو نجونو یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کړی دی.
یونیسف ویلي چې د ماشومانو ودونه د نجونو روغتیا ګواښي، زدهکړې یې ګډوډوي او د راتلونکې فرصتونه یې محدودوي.
د دغه سازمان په خبره، په کم عمرۍ کې ودونه تاوتریخوالی او د امیندوارې او زېږون له کبله له وخت مخکې ټولنیزه انزاو زیاتوي.
یونیسف زیاته کړې چې په افغانستان کې د امیندوارۍ د اختلاطاتو له امله مړینه د ۱۵ تر ۱۹ کلونو نجونو د مړینې مهم لامل دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د نجونو د زدهکړو دوام د هغوی د حقونو د خوندیتوب او د ماشومانو د کمعمره ودونو د مخنیوي لپاره اغېزناکه لار ده.
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د زدهکړو اجازه ورکړي.
نوموړي سازمان له کورنیو، ټولنو، دیني او ټولنیزو مشرانو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په کم عمرۍ کې د ماشومانو ودونو د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي.





