۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د ګیټس بنسټ په ملاتړ، د عامه پوهاوي د زیاتولو، د سیمهییزو وګړو د ګډون د پیاوړتیا او ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین د برابرولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د زمري پر ۷مه په اېکس کې لیکلي چې د پولیو دوه څاڅکي واکسین، ماشومان له دغې ناروغۍ خوندي کوي.
یونیسف زیاته کړې چې پولیو درملنه نه لري، خو په واکسین یې مخنیوی کېدای شي.
ویل کېږي چې د دغو اقداماتو موخه واکسین ته د ټولو ماشومانو لاسرسی او له دغې ناروغۍ د هغوی خوندیتوب دی.
له دې مخکې «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ هم ویلي و چې پولیو واکسین د دغې ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب اغېزمنه لار ده او له کورنیو یې غوښتي څو خپل ماشومان واکسین کړي.





