۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې شیدې ورکوونکو او امیندوارو ښځو ته د خوراکي مکملونو برابرول، د وینې د کمښت او خوارځواکۍ په مخنیوي کې مهمه ونډه لري.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۱۲مه په اېکس کې لیکلي چې د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ شیدې ورکوونکو او امیندارو ښځو ته «د مغذي موادو مکملونه» برابروي څو یې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وشي.
یونیسف د سلامشورو او د شیدو ورکولو په اړه پوهاوی ورکول او خوراکي موادو ته د امیندوارو میندو د لاسرسي پر اړتیا ټينګار کړی دی.
یاد سازمان له دې مخکې هم ویلي و چې د میندو ترڅنګ ولاړ دی او د غوره راتلونکې لپاره ترې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ځينې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې لا هم روغتیايي خدماتو او خوراکي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ دي.





