د ننګرهار په مرکز جلال اباد، سره رود او خوږیاڼيو ولسوالیو کې وسله والو په جلا جلا پېښو کې ۴ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي.
ختیځ کې د پولیو واکسیناسیون د همغږۍ مسؤل ډاکټر نجیب کامه وال ۸صبح ته وویل، نن سهار وسله والو دوه واکسیناتوران د جلال اباد ښار درېیمه ناحیه او دوه نور د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي کې وژلي دي او همدې پېښو کې ۴ نور واکسيناتوران ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پر واکسيناتورانو باندې ياد بريد غندلی او خواشینې يې څرګنده کړې ده. امرخېل په خپل ټوېټر ليکلي: «واکسیناتوران کور په کور ګرځي او کوچنیانو ته د ګوزڼ څخه د مخنيوي په موخه واکسین تطبیقوي، خو وسله وال يې په نښه کوي، چې دا یو ناوړه عمل دی».
د يادې پېښو مسؤلیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
له دې وړاندې هم جلال اباد ښار کې د پولیو واکسیناتوران په نښه شوي، چې ښځينه واکسیناتورانې هم پکې شاملې وې.