د ننګرهار د مرکز جلال آباد په سره رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې وسله والو په جلا جلا پېښو کې ۴ واکسیناتوران وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي. په ختیځ کې د پولیو واکسیناسیون د همغږۍ مسؤل ډاکټر نجیب کامه وال ۸صبح ته وویل، وسله والو د غبرګولي په ۲۵مه نېټه دوه واکسیناتوران د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه او دوه نور د سره رود ولسوالۍ په چمتلې ښارګوټي کې وژلي او په همدې پېښو کې ۴ نور واکسیناتوران ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پر واکسيناتورانو دغه بريد غندلی او خواشینې يې څرګنده کړې ده. امرخېل په خپل ټوېټر ليکلي: «واکسیناتوران کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي په موخه واکسین تطبیقوي، خو وسله وال يې په نښه کوي، چې دا یو ناوړه عمل دی.»
د دغو پېښو مسؤلیت تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی. له دې مخکې هم په جلال آباد ښار کې د پولیو واکسیناتوران په نښه شوي، چې ښځينه واکسیناتورانې هم پکې شاملې وې.





