۸صبح، ارزګان: د اروزګان سیمهییزې سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولايت کې يو کس په ډزو وژلى دى.
سرچینو یکشنبه د تلې پر ۱۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دوه کسان د دغه ولايت مرکز ترينکوټ ښار په «ناکل» سيمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په ډزو وژل شوي دي.
د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوى دى.
د دې پېښې قربانیان ملکیان دي.
په ارزګان طالب سیمهییزو مسوولانو هم دا پېښه منلې ده.
د دوى په وينا، د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
ارزګان په دې وروستیو کې د ډېرو جنايي پېښو شاهد دی.
تېره مياشت په دغه ولايت کې يو ځوان د خپل ورور له خوا د چړې په ګوزارونو وژل شوی و.





