۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي چې په کابل کې د ۳۴ ښځو په ګډون ۱۲۰ کسانو له ناورین وروسته د اړتیاوو ارزونې په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده.
دغه سازمان سهشنبه، د وږي پر ۲۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه روزنیز پروګرام یې د «افغانستان د خلکو بنسټ (ORCD)» په همکارۍ جوړ کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو د عملي تمرینونو له لارې د زیانونو، مرګ ژوبلې ، بیاموندنې او بیارغونې اړوندو اړتیاوو د ارزونې په برخه کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړې دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د دې لپاره دا روزنه ورکړل شوی څو د پېښو او طبیعي ناورینونو له رامنځته کېدو وروسته د وضعیت د چټکې او کره ارزونې په برخه کې د ګډونوالو وړتیاوې لوړې شي.





