۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې له جګړو او طبیعي افتونو سره مخ دی او اوس په نړۍ کې د کډوالو له تر ټولو لوی نفوس لري.
دغه سازمان سه شنبه د وږي پر ۱۷مه په یوه راپور کې ویلي چې د افغانان لا هم د څو لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له پایلو سره مخ دي او په هېواد کې بشري اړتیاوې دوام لري.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هېواد د نفوس یوه لویه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.
د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ پر یوه له لویو بشري ناورینونو د بدلېدو په حال کې دی او نږدې ۲۳ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانانو ترڅنګ به پاتې شي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او اړینو خدمتونو د رسولو لپاره به هڅې وکړي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د افغانستان د بشري ناورین د مخنیوي او د هېواد د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.





