۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر جون پورې، په افغانستان کې له ۴۸۶ زرو ډېرو کسانو د نړیوال صندوق (Global Fund) د پروژې له اسانتیاوو ګټه اخیستې ده.
دغه پروګرام دوشنبه د وږي پر ۲۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې په دې موده کې ۲۵۲ زرو ۸۲۴ ښځو او ۲۳۳ زرو ۵۵۲ نارینهوو د یادې پروژې له اسانتیاوو ګټه پورته کړې ده.
د دغه بنسټ په وینا، له دغو اسانتیاوو څخه ۶ زرو ۱۶۰ بېځایه شویو کورنیو او یو زرو ۶۸۴ بېرته راستنېدونکو هم ګټه اخیستې ده.
دغه بنسټ د دې پروژې د بڼې، وړاندې شویو اسانتیاوو او د پایلو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.





