د ایران د عامې روغتیا وزیر ویلي چي پر دغه هېواد د امریکا په وروستیو بریدونو کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۰۸ نور ټپيان دي.
الجزیرې چهارشنبه د سپټمبر پر ۲مه راپور ورکړی چې دغو کسانو ته د امریکا په بیګانیو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ایراني چارواکو دغو بریدونو ته سخت غبرګون ښودلی او د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف امریکا «لوی شیطان» بللې ده.
نوموړي دا څرګندونې د ایران په سویل کې د تېرې شپې بریدونو، په ځانګړې توګه په یوه واده کې د یو شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ایران یو وار بیا د یو بل پر اهدافو بریدونه پیل کړي دي.





