• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ تله ۱۴۰۵ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د امریکا او ایران هوکړه؛ د ساه اخیستلو فرصت یا د جګړې دایمي پای؟

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۲۷ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۵ - ۱۷ جون ۲۰۲۶ [t_time:1781711581]
Exclusive + Social Media

Exclusive + Social Media

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د دایمي پای ته رسولو په موخه د هوکړې یادښت لاسلیک شو، هغه هم د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې ختمول. سربېره پر دې چې پر لبنان ځانګړی ټينګار شوی، خو لا هم په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو نښې نه لیدل کېږي. اسراییل نه یوازې دا چې د یادې هوکړې منلو ته لېوالتیا نه ښيي، بلکې د هوايي بریدونو په دوام او د لبنان په سوېل کې د خپلو ځواکونو پر ساتلو، عملاً هغه څه چې لاسلیک شوي، تر پښو لاندې یې کوي. دا د تېرو شویو اوربندونو د تجربو تکرار ښيي. د بېلګې په توګه، د جو بایډن د حکومت پر مهال هم په لبنان کې اوربند ټینګ شو، خو اسراییل پرلپسې تر پښو لاندې کړ او د ایران پر ضد د جګړې له پیل وروسته یې له حزب‌الله سره بشپړې جګړې ته مخه کړه. همدا سناریو په غزه کې هم تکرار شوه. که څه هم بایډن او ټرمپ دواړو په دې تړانګه کې اوربند رامنځته کړ، خو اسراییل خپلې ژمنې عملي نه کړې او همداسې یې بریدونو پراخ وساتل او د نورو سیمو نیولو ته یې دوام ورکړی. اوس که د نوې هوکړې له مخې په لبنان کې جګړه ونه درېږي او اسراییل خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، دا به د هوکړې له لومړني او بنسټيز بند څخه ښکاره سرغړونه وي او په دې سره به د ایران اسلامي جمهوریت له یوې ستونزمنې دوه‌لارې سره مخ شي: له یوې خوا، که پوځي غبرګون ښيي، هوکړه له منځه ځي او د ماتېدو پړه به ورباندې اچول کېږي او که چوپتیا غوره کړي او د اسراییل سرغړونې له پامه وغورځوي، نو په سیمه کې به خپلو متحدانو ته د کمزورتیا او انفعال پیغام استوي.

په عملي توګه، د لبنان له خاورې د اسراییلي ځواکونو وتل، د تل‌ابیب له‌خوا د تعریف شوي امنیتي چوکاټ او د اسراییل په دننه کې سخت مخالفتونه چې د خپلو شمالي پولو له بشپړ امنیت پرته هر ډول شاتګ ردوي، که ناشونی نه وي، لږ تر لږه ډېر لرې ښکاري. دا پدې مانا چې لبنان د جګړې د پای ټکي پر ځای، د هوکړې د کمزورتیا لومړۍ او لوی ازمایښت ګرځیدلی؛ داسې ازمایښت چې هره پایله یې – که د ایران غبرګون وي او که یې چوپتیا – کولی شي نوې هوکړه هم د پخوانیو خبرو او اوربند له برخلیک سره مخ کړي او یو ځل بیا دا خبره ثابته کړي چې په منځني ختیځ کې سوله یوازې د یوې هوکړې په لاسلیکولو یا له یوې سیمې څخه د ټانکونو او پوځي تجهیزاتو په ایستلو او نه ایستلو نه شي ترلاسه کېدای.

د لبنان تر څنګ، دا واقعیت هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د هوکړې دا یادښت تر ډېره د ایران پر ضد د جګړې د پای په مانا هم نه دی؛ ځکه اسراییل د دغې هوکړې ګټو ته کومه ژمنتیا نه لري او دا د داسې مذاکراتو پایله ګڼي چې له حضور پرته یې شوي دي؛ داسې ټکی په وروستیو کې د اسراييلي رسنیو سرټکی ګرځېدلی. له همدې امله، اسراییل لا هم د ایران د ګټو پر ضد د نوي برید لپاره د پلمې په لټه دی، خو په دې توپیر چې دا ځل کولی شي د امریکا له مستقیم ګډون پرته برید او واشنګټن یې یوازې ننداره وکړي. د داسې جګړې لګښت امریکا او نړۍ ته کم دی؛ ځکه جګړه به سیمه‌ییزه بڼه ونه وي، له امریکا سره ملګري عربي هېوادونه به هدف نه ګرځي، د هرمز تنګی به نه تړل کېږي، د نفتو بازارونه به تر کنټرول لاندې وي او مهمه دا چې ایران به د امریکا پر سیمه‌ییزو ګټو د برید لپاره کومه پلمه ونه مومي، ځکه امریکا مستقیمه نظامي ونډه نه لري. پر همدغه بنسټ، د امریکا او ایران هوکړې ته اصلي ګواښ د اټومي پروګرام، توغندیزو فعالیتونو یا بندیزونو کې نغښتی نه دی، بلکې له درېیم لوبغاړي ورپېښ دی؛ داسې لوبغاړی چې کولی شي د یوې ناڅاپي برید له لارې د میاشتو میاشتو مذاکراتو لاسته راوړنې د سترګو په رپ کې له منځه یوسي.

ان که د هوکړې دا یادښت وکړای شي څو میاشتې جګړه ودروي، اټومي مذاکراتو، تحریمي او سیمه‌ييزو پېچلتیاوو ته په کتو یې پر جامع او پایداره تړون بدلول ستونزمن ښکاري؛ ځکه پایداره تړون د لومړنۍ هوکړې خلاف چې یوازې د «جګړې درولو» پورې محدود دی، د یورانیمو بډایه کولو د کچې ټاکلو، د سانټرفیوژونو شمېر، د څارنې مودې، د بندیزونو د لرې کېدو میکانیزم او د راتلونکو اختلافاتو د حل څرنګوالي پورې اړه لري چې هر یو یې خپله په میاشتو میاشتو سختو او پېچلو خبرو ته اړتیا لري او څرګنده ده چې دا چاره، لوري د خپلو غوښتنو د لوړولو پر لور بیولی شي. ایران په دې پلمه چې په جګړه کې نه دی مات شوی او په اوربند یې وښوده چې د درېدو وړتیا یې لري، ښايي د اټومي زیربناوو د خوندیتوب لپاره له خپل دریځه شاتګ ونه کړي او امریکا هم ښايي د لومړنۍ هوکړې له چوکاټه ووځي او داسې نوي شرطونه وړاندې کړي لکه «د اټومي پروګرام بشپړ منحلول» یا «له نیابتي ځواکونو د ملاتړ بشپړ پرې کول» چې تهران ته د منلو وړ نه دي. په دې منځ کې بیا د اسراییل له خوا د ترور محدود بریدونه او خنډونه، سایبري عملیات یا د محرمو معلوماتو افشا کول کولی شي د بې‌باورۍ فضا دومره پراخه کړي چې دواړه لوري د نږدې کېدو پر ځای دفاعي دریځونو او د خپلو غوښتنو د زیاتولو پر لور لاړ شي.

له همدې امله، د جامع هوکړې د ترلاسي په اړه خوش‌بيني نه یوازې د پخوانیو هوکړو، مذاکراتو او اوربند د تجربو پر بنسټ، بلکې د لوریو د متضادو ګټو د ماهیت او د درېیم مخرب لوبغاړي د رول له کبله هم تر ډېره منطقي نه ښکاري او هغه څه چې د «۶۰ ورځني افق» په توګه ترسیم شوي، د تلپاتې سولې پر لور واقعی مسیر نه، بلکې د دواړو لوریو لپاره د ساه اخیستلو یو تاکتیک دی، څو وروسته هر لوری وکړای شي په لا زیات چمتووالي خپلې غوښتنې د خبرو له لارې وڅاري، یا که ناکامې شي، ځانونه د راتلونکې مخامخېدنې لپاره تیار کړي. پر همدغه بنسټ، د اټکل وړ سناریو دا ده چې د هوکړې دا یادښت پر ځای د دې چې د یوې غوره او جامع هوکړې پیل وي، ښايي پر یوې محدودې، لنډمهالې او اوږدمهاله هوکړې واوړي؛ داسې هوکړه چې له مخې به یې ظاهراً جګړه درېدلې وي، خو حقیقي سوله به نه وي او لوري به په یو ډول د «نه جګړې، نه سولې» په حالت کې پاتې وي.

البته ایران او امریکا کولی شي، هغه څه چې لاسلیک کړې یې دي، څو ورځې پرې ونازېږي؛ په دې مانا چې امریکا ته د هرمز تنګي بېرته پرانېستل او د نړیوالې انرژۍ پر اکمالاتي زنځیر د فشار کمول مهم هدف و چې ښکاري اوس ترلاسه شوی دی. د ایران اسلامي جمهوریت ته بیا د سمندري کلابندۍ لغوه کېدل او د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل مهم هدف و، څو په هېواد کې دننه د معیشتي وضعیت د خرابېدو له امله رامنځته شوې نارضایتي راکمه شي. پر همدغه بنسټ، اوسمهال دواړه لوري کولی شي چې دا هوکړه عامه افکارو ته د «بریا» په توګه وړاندې کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی
بهرني خبرونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792349633]
ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

تازه نظرپوښتنه؛ د ټرمپ د محبوبیت کچه تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792349185]
طالبانو په کندهار کې پنځو تفریحي سیمو ته پر تګ بندیز ولګاوه
خبرونه

طالبانو په کندهار کې پنځو تفریحي سیمو ته پر تګ بندیز ولګاوه

۲۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792345280]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په برکي برک کې د طالبانو ولسوال له هټیوالو د سړک د سور د کمولو په بدل کې بډې اخلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.