په غزه کې د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ د ۱۱ ورځينيو نښتو په ترڅ کې ځاني تلفاتو ترڅنګ مالي زيانونه هم ډېر دي.
دغه خونړۍ نښتې وروسته له ۱۱ ورځو پرون جمعه د دواړو لوريو لخوا د اوربند په ټینګښت سره پايته ورسېدې.
په تېرو ۱۱ ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ نښتو کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان ووژل شول او څه باندې ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي. ددغو بريدونو له امله د غزې څه باندې ۵۸زره اوسېدونکي بېځایه شول. په همدې پېښو کې همداراز ۱۲ اسرائيليان وژل شوي دي. د اوربند په ټينګېدو سره فلسطينيان واټونو ته راووتل او دغه اوربند يې په جشن سره ولمانځه.
د دواړو ډلو لخوا د اوربند په ټينګېدو سره د امريکا ولسمشر جو بايډن په همدې تړاو خپلو څرګندونو کې، د غزې د بيا رغولو ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چې اوربند د پرمختګ لپاره رښتينی فرصت رامنځته کړی دی. بايډن همداراز ويلي چې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ روغه جوړه ددې کړکېچ يوازينۍ حللاره ده. نوموړي ټينګار کړی دی چې اسرائيلو د امنيت په تړاو يې په ژمنو کې کوم بدلون نه دی رامنځته شوی.
د امريکا ولسمشر د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو سره په ټيليفوني خبرو کې ويلي، تر هغو چې د سيمې هېوادونه په څرګند ډول د اسرائيل شتون په رسميت ونه پېژني، نو د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ روغه جوړه ناشونې ده.
فلسطيني چارواکي وايي چې په غزه کې د اسرائيلو د هوايي بريدونو له امله رامنځته شوې ويجاړۍ بيا رغولو ته په لسهاوو ميليون ډالر پکار دي. د راپورونو له مخې اسرائيلو په لنډمهالي توګه غزې ته د درملو، خوړو او سونتوکو باروړونکو موټرونو ته اجازه ورکړې ده.
په ورته وخت کې ملګرو وملتونو هم ويلي چې په غزه کې هغو لسګونو زرو انسانانو د بشري مرستو رسول د دوی لومړيتوب دی چې د دغو نښتو له امله کډوال شوي دي.





