د امریکا مشرانو جرګې په رسمي ډول د دغه هېواد د خزانې وزارت لپاره د ټرمپ نوماند سکاټ بېسنټ تائید کړی دی.
بېسنټ دوشنبه د جنورۍ پر ۲۷مه په یوې رایاچونه کې وکړای شول ۶۸ د ګټې او ۲۹ مخالفې رایې ترلاسه کړې دي.
هغه ته ۱۶ ډیموکراټانو هم رایه ورکړې او په دې ترتیب به د ټرمپ د خزانې وزیر په توګه خپل کار پیل کړي.
سکاټ بېسنټ به د خزانې د ۷۹م وزیر په توګه خپل کار پیل کړي.
د مالیاتو راټولول، مالي سیاستونه، مالي مقررات، او نړیوال بندیزونه به د بېسنټ دندې وي.
دا امریکایی چارواکی چې خپله هم یو میلیاردر دی، د مالیې او لګښتونو کمېدو په برخه کې به د نوي دولت د سیاستونو په جوړونه او له متحدینو او مخالفانو سره د اقتصادي اړیکو په مدیریت کې مهم رول ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د چین کاناډا، مکسیکو او اروپايي هېوادونو په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د درنو تعرفو لګولو ګواښ کړی دی.





