امریکا په خپلو تازه بریدونو کې د ایران ساحلي دفاعي سیسټم او د کروز توغندیو د زېرمه کولو او توغولو مرکزونه په نښه کړي دي.
رویټرز چهارشنبه د جولای پر ۱۵مه راپور ورکړی چې دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې امریکا د ایران پر بندرونو سمندري کلابندي پیل کړه.
د امریکا پوځ ویلي چې دغو عملیاتو شاوخوا ۹۰ دقیقې دوام کړی او د ایران ساحلي دفاعي سیسټم او د کروز توغندیو اړوند مرکزونه یې ویشتلي دي.
مخکې هم امریکايي پوځ خبر ورکړی و چې هرمز تنګي ته څېرمه او د ایران په ساحلي سیمو کې یې لسګونه پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
ایران بیا د امریکا له خوا د دغه هېواد پر ځينو سیمو بریدونو ته په غبرګون کې پر کویټ، اردن او بحرین توغندیز بریدونه کړي دي.





