ډېر مو اورېدلي چې ګڼو کسانو ادعا کړې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو، له دې ډلې سره د هوکړې د لاسلیک او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د چټکتیا په برخه کې پراخ واک درلود او د ډېر لږو ته یې ځان ځواب ورکوونکی باله. یا که داسې نه وي، نو د سپینې ماڼۍ له باور څخه یې په ناوړې ګټې اخیستنې، د هغه مهال امریکايي واکمنان تېر ایستلي او طالبانو ته یې داسې مقام او باور ورکړی چې وړ یې نه و. په هر حال، بې له دې چې دا انګېرنې تر کومه ځایه سمې یا ناسمې دي، له طالبانو سره خبرې، د هوکړې لاسلیک او ان له افغانستانه د امریکا وتل له زلمي خلیلزاد سره تړلي موضوعات ګڼل کېږي او د دغو اقداماتو ښې او بدې پایلې هم تر ټولو لومړی هغه ته متوجه دي.
د دې لپاره چې د دوحې هوکړه او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د خلیلزاد د رول څرنګوالی او کچه درک شي، ښايي غوره وي چې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، خاطرو ته سر ورښکاره شي؛ «هغه کوټه چې دا هر څه پکې وشول» تر سرلیک لاندې لیکل شوې دي. بولټن د جورج بوش پلار له ولسمشرۍ دورې راهیسې له خلیلزاد سره پېژندګلوي لري. که څه هم بولټن په دې اړه چې خلیلزاد پراخ واک درلود که نه، روښانه څه نه دي لیکلي، خو په کتاب کې د راغلو ځینو معلوماتو له منځپانګې داسې څرګندېږي چې یا خو خلیلزاد په دې برخه کې هر کاره و یا یې هم د جګپوړو چارواکو تابع. د بولټن د کتاب مهمه ځانګړنه دا ده چې معلومات یې د لومړي لاس دي، نه د هغه پر شخصي تحلیلونو او نه هم پر هغو معلوماتو ولاړ دي چې له نورو سرچینو اخیستل شوي وي.
لومړی مهم ټکی، په دغه بهیر کې د خلیلزاد د ننوتو څرنګوالی دی؛ ناڅاپه او ناسمباله دننه کېدل. بولټن وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو له موضوع سره د هغه لومړنۍ مخامخېدنه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې پر ۱۰مه له خلیلزاد سره د هغه له لیدنې پیل شوه: زل (خلیلزاد) وویل ځينې کسان ورته راغلي او ادعا یې کوله چې د طالبانو د څو ډلو په استازیتوب راغلي او غواړي د سولې په اړه خبرې وکړي.» د بولټن په خبره، زل له دې مخکې د امریکا په حکومت کې له ځینو نورو کسانو سره هم خبرې کړې وې؛ له هغوی سره چې د طالبانو د استازو د هویت د تایید یا ردولو وړتیا ولري. په پایله کې خلیلزاد د طالبانو د استازو اصليتوب تایید کړ او بولټن ته یې خبر ورکړ او وروسته چې کله د دوحې بهیر پیل شو، د هغه د خبرو رښتینولي هم روښانه شوه. بولټن اعتراف کوي چې د زل موخه دا وه چې د ملي امنیت سلاکار له موضوع خبر وي، څو هغه ناڅاپه له شوې پرېکړې سره مخ نه شي. دا ښيي چې زل په یو پړاو کې، نه ښايي په ټولو شرایطو او حالاتو کې له پټکارۍ ډډه کوله او د کار د مصلحت لپاره یې غوره ګڼله چې خبره تر خپلو جګپوړو چارواکو ورسوي.
دویم ټکی د خلیلزاد ځیرکتیا او چابکتیا ده؛ داسې چې بولټن اعتراف کوي، ډېر ژر یې په سپینه ماڼۍ کې ځانګړی ځای پیدا کړ: «نوموړی په پیل له طالبانو سره د پردې شاته مذاکره کوونکی شو، خو په یوه میاشت کې دا رول دومره پراخ شو چې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی شو.» د بولټن دا اعتراف د زل د ځيرکتیا او چابکۍ پخلی کوي؛ ځکه په ډېر لنډ وخت کې یې په سپینه ماڼۍ کې لوړ مقام ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې بولټن د ټرمپ له قوله د زل په اړه داسې وايي: «زه ان نه پوهېږم چې هغه څوک دی.» یعنې که ټرمپ هغه پېژندلی، په ډېر احتمال چې مقام به یې لا لوړ شوی وای. یا هم بل ځای د ټرمپ له قوله لیکي: «اورېدلې مې دي چې هغه (زل) شیاد کس دی؛ که څه هم البته د دې کار لپاره همداسې شیاد کس ته اړتیا لرئ.» د ټرمپ دا اعتراف هم د خلیلزاد د ځیرکۍ او هوښیارۍ څرګندونه کوي.
درېیم ټکی، د زل او د ځانګړي استازي د خپلواکۍ د کچې په اړه ده. د بولټن د ځینو څرګندونو له منځپانګې داسې څرګندېږي چې د ځانګړي استازي په نوم جوړښت خپلواک و، خو دا په دې مانا نه ده چې خلیلزاد هم تر همدې کچې خپلواک و. بولټن لیکي: «د دغه رول (ځانګړي استازي) ښه والی دا و چې بهرنیو چارو وزارت د نورو دودیزو دندو خلاف د چا تایید ته اړتیا نه لرله.» موخه یې «له ده یا هغه» ښايي ولسمشر وي، یا هم کانګرس، امنیت شورا، پېنټاګون او نور اړوند حکومتي یا نادولتي بنسټونه. څرګنده ده چې داسې جوړښت خپلو مسوولانو ته د ناوړې ګټې اخیستنې زمینه برابروي. که زل په ځینو مواردو کې له خپل واکه اوښتی وي، دا د ځانګړي استازي د جوړښت له طبیعت سره تړاو لري؛ سربېره پر دې ښايي خپله یې هم له خپلسرو اقداماتو سره لېوالتیا لرله.
بولټن بل ځای د ټرمپ د لومړۍ دورې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له قوله داسې لیکي چې ګواکې زل بشپړ واک درلود: «اورېدل کېږي چې پمپیو ښکاره ویل چې زل ته امر شوی (بې له دې چې څرګنده کړي له چا یې امر اخیستی) له بهرني څار پرته له طالبانو سره خبرې وکړي.» که د بولټن دا قول د بنسټ په توګه ونیول شي، خلیلزاد له طالبانو سره په خبرو کې کافي واک درلود او د بهرنیو چارو وزیر هم غوښتل چې د هغه په چارو کې لاسوهنه ونه شي. کله چې بولټن له ټرمپ څخه غواړي چې د زل او د بهرنیو چارو وزارت د خپلواکۍ د کچې په اړه پرېکړه وکړي، چندان روښانه ځواب نه ورکوي: «زه ان نه پوهېږم چې هغه (زل) څوک دی. هر هغه څه چې فکر کوې ویې کړه.» البته بولټن مخکې له دې چې کوم ګام پورته کړي، له سپینې ماڼۍ سره مخه ښه کوي. دا څرګندوي چې د زل د واک کچه د ټرمپ د حکومت د ځینو مهمو ارکانو لپاره د اندېښنې وړ وه.
څلورم ټکی، د پېنټاګون، ملي امنیت شورا او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د نظر د اختلاف ارزښت دی. بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د بشپړ وتلو په لټه و، خو پېنټاګون او ملي امنیت شورا د مشروط وتلو غوښتونکي؛ یعنې داسې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا وړتیاوې خوندي پاتې شي. څرګنده ده چې په داسې حالت کې خلیلزاد د بهرنیو چارو وزارت د نظر تابع و، نه د پېنټاګون او امنیت شورا. بشپړ وتل هم د مشروط وتلو پرتله طالبانو ته د ډېر امتیاز ورکولو په مانا و. له همدې امله، بولټن اعتراف کوي چې پمپیو خلیلزاد له هغه سره له لیدنې منع کړی و: «هغه (زل) وویل چې پمپیو ورته امر کړی چې له ماسره اړیکه ونه نیسي.» یا هم بولټن بل ځای لیکي چې که پمپیو خلیلزاد ته اجازه ورکړې وای چې له هغه سره د «جاسوسانو» په څېر پټې لیدنې ونه کړي، نو له طالبانو سره د امریکا خبرې به له هغه څه سره چې پېښ شول، د پام وړ توپیر درلود. مهمه دا چې پمپیو غوښتل خپله طرحه عملي کړي او د خلیلزاد په چارو کې د نورو له لاسوهنې څخه کړېده. بولټن لیکي: «پمپیو په ټيلیفوني خبرو کې د خلیلزاد په اړوندو چارو کې د پېنټاګون د جګپوړو چارواکو او په ملي امنیت شورا کې د سویلي اسیا د چارو جګپوړې مشرې لیزا کورټېس له لاسوهنې شکایت وکړ او د دغه بهیر د درولو غوښتنه یې وکړه.» په داسې حال کې چې د بولټن په خبره، دا موضوع په اصل کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ په مانا وه، خو پمپیو «لاسوهنه» بلله.
ظاهراً د افغانستان او طالبانو اړوند د ټرمپ د لومړي حکومت د غړو ترمنځ جدي سیالي وه؛ داسې چې د حکومت هرې برخې غوښتل پرمختګونه د ځان په نوم ثبت کړي. له هغه ځایه چې له طالبانو سره خبرې د هغه مهال له مهمو موضوعاتو څخه وې، پمپیو ګومان کاوه چې د زل هڅې به «مطلوبې پایلې» ته ورسېږي او لاسته راوړنه به یې مخامخ د هغه په نوم ثبت شي، نه د بولټن او نورو؛ خو ناخبره له دې چې د دوحې له کوزې به داسې څه راووځي چې د امریکا لمن به ککړه کړي. همدا اوس د ټرمپ د دویم حکومت په جوړښت کې هم د ایران پر سر د بېلابېلو ارکانو ترمنځ اختلاف دی؛ داسې چې لومړی مرستیال جيډي ونس د خبرو اترو پلوی دی، خو پېنټاګون جګړه غوره بولي. همداسې د حکومت د نورو ارکانو دریځ هم د جګړې او خبرو ترمنځ په نوسان کې دی. همدا کیسه د افغانستان په اړه هم روانه وه او پایله یې طالبانو ته د واک سپارل و.
پنځم ټکی، د خبرو اترو په بهیر کې پټ پټونی هم د پام وړ دی؛ هغه چې د پمپیو او زل له لوري ترسره کېده. بولټن د خپل کتاب په بېلابېلو برخو کې دا دواړه په پټ پټوني تورنوي او وايي، هغوی د حکومت له نورو چارواکو سره یوازې فرعي موضوعات شریکول، خو مهمې او حساسې مسالې یې پټې ساتلې. د بېلګې په توګه، لیکي: «سره له دې، د جولای پر لومړۍ دفاع وزارت خبر شو چې خلیلزاد غواړي اعلان کړي چې طالبانو سره جوړجاړي ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په واشنګټن کې یې څوک له منځپانګې نه و خبر.»
دا د خلیلزاد له خوا د پټکارۍ څرګندونه کوي. یا هم بولټن بل ځای لیکي: «خلیلزاد په پیل کې غوښتل هغه اسناد چې تر ډېره پرې هوکړه شوې وه ماته راکړي څو ویې لولم، خو ویل چې نه شي کولی د اسنادو کاپي راسره پرېږدي.» خبره هغه مهال جالبېږي چې اسناد ان د امنیت شورا سلاکار ته هم نه ورکوي. دا چاره ښايي هغه فرضیې پیاوړې کړي چې ویل کېږي د دوحې هوکړې «پټې ضمیمې» هم لري؛ داسې ضمیمې چې ان د ټرمپ د لومړي حکومت د ځینو مهمو ارکانو له سترګو هم پټې پاتې دي. بولټن لیکي چې اسناد یې پرته له لوستلو زل ته وسپارل: «خلیلزاد له دې کبله حیران و چې ما ورته پام نه کاوه، خو په بشپړ شفافیت مې ورته ښکاره کړه چې هېڅ لېوالتیا نه لرم هغه څه چې ده او پمپیو په لسو میاشتو کې چمتو کړي، په لسو دقیقو کې ولولم.» کله چې بولټن له دې پټ کارۍ نور هم حیرانېږي، زل ته وايي: «نه پوهېږم چې ولې پمپیو دا اسناد تر دې کچې محرم ساتلي او ان د معلوماتو د افشا کېدو د مخنیوي په پلمه یې چاته نه ښيي.» په پایله کې خلیلزاد بولټن ته ځواب نه ورکوي او د بولټن په خبره، خپله خلیلزاد هم نه پوهېده چې ولې پمپیو تر دې کچې محدود کړی.
له هغه څه څخه چې بولټن په خپلو خاطراتو کې لیکلي، څرګندېږي چې زل د پمپیو د امر تابع و. د بېلګې په توګه، په بل ځای کې په څرګندو ټکو لیکي: «د جنورۍ پر ۲۴مه شاناهان (د دفاع وزیر) او زه اندېښمن وم چې خلیلزاد ته تر اړتیا ډېر امتیاز ورکوي؛ هغه هم داسې چې پمپیو ورته همدا لارښوونه کړې ده، نه دا چې هغه کمزوری مذاکره کوونکی وي.» خو مهمه دا چې بولټن د پمپیو پر پرېکړو د خلیلزاد د اغېز په اړه څه نه دي لیکلي. دا نه شي ردېدلی چې خلیلزاد په سپینه ماڼۍ کې د طالبانو نرم او له واقعیت سره ښايي توپیر لرونکی انځور وړاندې کړې وي. له هغه ځایه چې افغان توکمه و، د امریکا د وخت واکمنانو د افغانستان وضعیت ته د هغه له لیدلوري کتل؛ په ځانګړې توګه پمپیو د طالبانو په اړه د هغه نظر، د دې ډلې د احتمالي نرمښت او انعطاف او د هغه مهال له افغان حکومت سره د چلند د څرنګوالي په اړه د نوموړي لیدلوري ته ارزښت ورکاوه. دا چې پمپیو له افغانستانه پر بشپړې او بیړنۍ وتنې ټینګار کاوه، ښايي د هغو معلوماتو پایله وي چې زل ورته وړاندې کول، یا ښايي نور عوامل هم پکې ښکېل و. بولټن لیکي: «پمپیو یو ځل بیا د پرېکړې له مخې د ځواکونو پر بشپړو ایستلو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې دا طالبانو ته ارزښت لري.»
په پای کې بیا بولټن د هغې نه ترسره شوې لیدنې یادونه کوي چې که ترسره شوې وای، ښايي په افغانستان کې د بل ډول وضعیت شاهد وای: کمپ ډيويډ ته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او طالب استازو بلنه او له ټرمپ سره یې لیده کاته. د بولټن په خبره، د لیدنې لپاره چمتووالی نیول شوی و، خو په کابل کې د یوې ځانمرګي برید خبر چې یو امریکايي سرتېری پکې ووژل شو، هر څه ګډوډ کړل. د بولټن د پوهې پر بنسټ، ټرمپ غوښتل د غني او طالبانو په بللو سره هغه څه شنډ کړي چې زل او پمپیو په دوحه کې اوبدلي و او د دوحې له بهیر څخه جلا، یوه بله لار خپله کړي. که داسې شوي وای، ښايي طالبانو پر هر څه انحصار نه وای خپل کړی؛ که څه هم هغه مهال د طالبانو بلنه دې ډلې ته د لوړ امتیاز ورکولو په مانا و او د امریکا او افغانستان د هغه مهال حکومتونو ته به یې دروند لګښت لرلی وای.





