د امریکا پوځ د ایران له ګواښ وروسته په بریتانیا کې له یوې بلې هوايي اډې هم خپلې الوتکې ایستلې دي.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې دوشنبه د نومبر پر ۹مه، راپور ورکړی چې دغه اقدام په فرفورډ هوايي اډه کې له ایران سره له یوې تړلې مشکوکې امنیتي پېښې څو اوونۍ وروسته شوی دی.
د دغې پېښې په پایله کې د امریکا پوځ له دغې اډې خپلې بم غورځوونکي الوتکې وایستلې.
د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د تېلو دوه لېږدوونکې الوتکې چې له میلدنهال هوايي اډې یې فعالیت کاوه، سهار وختي جرمني ته ولېږدول شوې.
په دې اډه کې مېشتې څو نورې د تېلو لېږدوونکې الوتکې هم د ورځې په اوږدو کې جرمني او نورو ځایونو ته ولېږدول شوې.






