۸صبح، کابل: د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف ویلي چې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه د تېر پرتله پام وړ ډېره شوې او اوس ۱.۶ میلیارده ډالره ده.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت یکشنبه د زمري پر ۴مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې جمشید خواجهیف دا څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې دي.
خواجهیف ویلي چې ازبکستان چمتو دی هغه پروژې چې د دغه هېواد د پانګوالو له خوا په افغانستان کې پیل شوي، چټکې کړي او په دې برخه کې د شته ستونزو په هوارولو کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې تاشکند چمتو دی نورې پروژې هم چې د دغه هېواد په اقتصادي ودې کې مهمې دي، پیل کړي.
د ازبکستان مرستیال لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دی او غواړي له افغانستان څخه د غوښې او مالوچو واردات هم زیات کړي.
جمشید خواجهیف زیاته کړې چې ازبکستان په حیرتان کې د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د زینک ډبرې د پروسس په برخه کې د یوې کارخونې جوړولو ته چمتو دی.





