د بدخشان پر زیباک ولسوالۍ د ازادۍ جبهې له برید سره سم، طالب چارواکو، په ځانګړې توګه د دې ډلې نظامیانو، د دې پر ځای چې په سیمه کې د جګړې په اړه وغږېږي، پرلپسې د پاکستان د رول یادونه کوي او ادعا یې کړې چې وسلهوال بریدګر د پاکستان له خاورې بدخشان ته ننوتي دي. که څه هم د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره کره او پیاوړي شواهد نه وړاندې کوي، خو د پاکستان د نوم د ډېر تکرار له امله داسې ښکاري چې د دغه هېواد د احتمالي لاسوهنې موضوع د جګړې له اصل او طالبانو ته د اوښتو تلفاتو څخه هم مهمه ګرځېدلې ده. له همدې امله پوښتنه دا ده: ولې طالبان د پاکستان د رول پر برجسته کولو دومره ټینګار کوي؟ ښه به وي چې د دې پوښتنې ځواب د طالبانو په «تبلیغاتي منطق» کې ولټول شي: مخالفان د بهرنۍ وسیلې په توګه معرفي کول. د دغه منطق له مخې، طالبان هڅه کوي هر ډول وسلهوال مقاومت یوه «بهرنۍ پروژه» وښيي؛ څو ځانونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا مدافعان او مخالفان د هېواد حقداره او ناراضه وګړي نه، بلکې د «پردیو مزدوران» معرفي کړي. که دا روایت په عامه افکارو کې بنسټیز شي، د مخالفو ځواکونو کورنی مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي. خو همدا روایت، خپله څرګند تناقض لري: پر پردیو د طالبانو خپله تکیه. طالبان چې د خپلو مخالفانو او پاکستان ترمنځ هر ډول اړیکه د وابستګۍ نښه ګڼي، هېره یې ده چې خپله هم د سیمې د وروستیو لسیزو د یوې پېژندل شوې پروژې محصول دي. کم کسان شته چې شک ولري طالبان، که د نويیمې لسیزې پر مهال و یا اوس، له بهرني ملاتړ پرته به د ننني ځواک په توګه نه وای راڅرګند شوي.
طالبانو نه یوازې اوس، بلکې د جمهوریت پر ضد شل کلنې جګړې پر مهال هم د خپل تبلیغاتي ماشین تر ټولو مهمه وسله د «وابستګۍ» پر مفهوم ولاړه کړې وه. پر همدغه بنسټ یې د حامد کرزي او محمد اشرف غني حکومتونه د پردیو لاسپوڅي بلل او د هغوی پر ضد یې خپلې جګړې ته مشروعیت ورکاوه. که له طالبانو پوښتنه کېده چې د پاکستان پراخ او هر اړخیز ملاتړ څنګه توجیه کوي، ځواب یې دا و چې پاکستان که څه هم یو بهرنی هېواد دی، خو اسلامي هېواد دی او له امریکا سره د پرتلې وړ نه دی. له دغه استدلاله داسې څرګندېږي چې که د بهرنیانو ملاتړ د طالبانو په ګټه وي، نه یوازې نه غندل کېږي، بلکې په اند یې د مشروعیت لامل هم ګرځي. اوس معادله برعکس شوې؛ یعنې طالبان له هماغه پخواني بهرني او «اشغالګر» ځواک (امریکا) سره د اړیکو ټینګولو هڅې کوي، خو له پاکستان څخه چې تر ټولو مهم ملاتړی و، مخ اړولی دی. دا ښيي چې طالبانو ته د وابستګۍ مفهوم د وخت او شرایطو په بدلېدو، بدلېږي.
له دې ټولو سره سره، که فرض شي چې پاکستان د طالبانو د مخالفانو له جګړې ملاتړ کوي، دا خپله کومه استثنايي پدیده نه، بلکې ډېره عادي ده. څرګنده ده چې کله کوم ځواک په کمزوري دریځ کې وي، د دې لپاره چې له خپل سیال سره شته نابرابري (په بېلابېلو برخو کې) جبران کړي، د بهرني ملاتړي په لټه کې کېږي. دا یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړۍ په ډېرو په ځانګړې توګه کمزورو هېوادونو کې معموله چاره ده. کله چې د طالبانو په څېر ډله د جګړې یو لوری وي، د بهرنیو امکاناتو او ملاتړ اړتیا لا جدي کېږي. څرګنده ده چې د طالبانو رژیم د خپلو مخالفانو پرتله ډېر ځواکمن دی؛ هم جغرافیه تر واک لاندې لري، هم شتمني او هم پراخ پوځي امکانات. په داسې حالت کې بیا دا تمه کېدای شي چې د طالبانو مخالفان یوازې د محدودو سیمهییزو امکاناتو په مټ او له هېڅ بهرني ملاتړ پرته جګړه وکړي؟ د جګړې منطق ایجابوي چې هر هغه ځواک چې په کمزوري دریځ کې وي، د اړینو سرچینو د برابرولو لپاره بهرنیو لوبغاړو ته سترګې اړوي؛ هماغسې چې طالبانو هم که له افغانستانه د باندې خوندي پناه ځایونه او بهرنی ملاتړ نه لرلی، هېڅکله به یې هغه ځواک نه وای ترلاسه کړی چې نن یې لري.
له همدې امله، له یوه بهرني هېواد سره اړیکه، نه د ویاړ خبره ده او نه هم د شرم. هغه څه چې ارزښت لري، د اړیکې ماهیت او پایلې یې دي. تر دې مهمه دا چې د «بشپړۍ وابستګۍ» او «تکتیکي همکارۍ» ترمنځ څرګند توپیر شته. اصلي مساله دا نه ده چې د طالبانو کوم مخالف جریان له بهرنیو مرسته ترلاسه کوي که نه؛ بلکې اصلي مساله دا ده چې ایا دا سیاسي تعامل د افغانستان د ګټو په خدمت کې دی، که هېواد د نورو د ګټو د پوره کولو پر وسیلې بدلوي.
که بیا هم فرض شي چې پاکستان د بدخشان په جګړه کې ونډه لري، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې په دې برخه کې د دغه هېواد لاسوهنه مطرح کېږي. ځواب یې څرګند دی: طالبان د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټيټيپي) ملاتړ کوي او اسلاماباد هم د «متقابل عمل» پرېکړه کړې. له دغه اړخه بیا د پاکستان له لوري د طالبانو پر ضد فشار راوړل طبیعي چاره ده او د حیرانتیا وړ نه ده. سربېره پر دې، د بدخشان له سرحدي سیمې زیباک ولسوالۍ څخه چې له چترال سره پرته ده، د نښتو پیل دا احتمال نور هم پیاوړی کوي چې تر شا یې د اسلاماباد لاس دی.
که د پاکستان د لاسوهنې احتمال سم وي، دا پوښتنه راپورته کېږي: ایا د پاکستان موخه د طالبانو د رژیم نسکورول دي او که یوازې دا ډله چلند بدلولو ته (په ځانګړې توګه د ټيټيپي په اړه) اړ باسي؟ که د پاکستان موخه د طالبانو د رژیم ړنګول وي، د طالبانو له مخالفانو به یې ملاتړ جدي او دوامدار وي او که موخه یې یوازې د طالبانو د چلند بدلون وي، له هغوی سره به یې همکاري او نږدېوالی لنډمهالی وي. همدا ابهام د طالبانو د مخالفانو لپاره د اندېښنې لامل دی. له همدې امله، هېڅ مخالف نه غواړي چې د لارې په منځ کې د یوې سترې معاملې (د ټيټيپي پر سر د پاکستان او طالبانو جوړجاړي) قرباني شي. تر دې هم مهم خنډ په افغانستان کې عامه افکار دي؛ دا چې ډېر افغانان (سیاستوال او عام وګړي) انګېري چې پاکستان د هېواد د وروسته پاتې والي او بېثباتۍ اصلي عامل دی. دا ذهنیت، که سم وي که ناسم، اوس پر ټولنیز واقعیت بدل شوی دی. له همدې کبله، د طالبانو ډېر مخالف خوځښتونه اندېښنه لري چې له اسلاماباد سره هر ډول ښکاره نږدېوالی به د دې پر ځای چې سیاسي پانګه او ملاتړ ورته برابر کړي، ټولنیز مشروعیت او ولسي باور ته یې زیان رسوي.





