• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بې‌جنګه جګړه؛ د پاکستان لوبه او د طالبانو ستړیا

آرین نصیری آرین نصیری
۲۸ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760930925]
Social media

Social media

د سرحد ګرم باد د باروتو بوی لري. د افغانستان په ختیځو غرو کې کله د توپ‌خانې غږ چوپېږي او کله بیا راژوندی کېږي. د کلي خلک شپه د وېرې او تیارو په منځ کې تېروي او ورځ د آسمان له ډاره، د ژوند د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه کې. دا څووم ځل دی چې د هغو کسانو بې‌تدبیرۍ، چې یو ملت یې د قبیلوي اړیکو او د سرحد هغې غاړې تړاوونو له امله د قدرتونو د لوبې په میدان بدل کړی، دا ستړی وطن او صابر خلک د بې‌منطقو سیاستونو په اور کې سوځي. لا هم د قبیلې فکر او قبیلوي منطق زموږ د وطن د مدنیت لوری بند کړی او خلک یې د پرله‌پسې بحرانونو کندې ته غورځولي.
په ښکاره، هغه څه چې لیدل کېږي، د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ سرحدي نښتې دي؛ خو په واقعیت کې دا یوه پرده ده پر یوې ډېرې ژورې او تورو صحنې: جګړه نه د خاورې د نیولو لپاره، بلکې د یو ملت د ذهن، ارادې او راتلونکي د تسخیر لپاره.

په تېرو میاشتو کې دا نښتې یوه تکراري بڼه خپله کړې ده. لومړی پاکستان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالي د افغانستان په خاوره کې پناه ورکوي. بیا توپخانه او بې‌پیلوټه الوتکې
میدان ته راځي، سرحدونه تړل کېږي، د بار وړونکو لارۍ په اوږدو قطارونو کې بند پاتې کېږي او رسنۍ متضاد روایتونه خپروي. څو ورځې وروسته، د سیمې د هېوادونو په منځګړیتوب موقتي آرامي راځي، خو لا د خاورې دوړې نه وي ارامې شوې چې دا لړۍ بیا له سره پیلېږي، دا ځل له تودې آتشه.

دا پېژندل شوی الګو، د یوې حساب‌شوې فرسایشي جګړې نښه ده؛ جګړه چې اسلام‌آباد په دقیقه توګه طرحه کړې، څو له بشپړې جګړې پرته طالبان ستړي کړي او نړۍ ته وښيي چې لا هم په د افغانستان په معادله کې اصلي لوبغاړی دی.

طالبان، په دې منځ کې، د ځواک او اقتدار څېره وړاندې کوي. د قبیلوي احساساتو او ابتدایي تفکر په هڅولو سره هڅه کوي ولسي افکار د ځان پر لور راواړوي، او خپله دیپلوماتیکه ناتواني د ملي غیرت او وطن‌دوستۍ په جامه کې وښيي. دوی د ناپوهۍ فریاد د سیاست پر ځای ږدي، او د قبیلې شور د ملي عقل پرځای. هغه خلک چې د دړې پر څنډه ولاړ دي، هڅوي چې د سیمې له یوه اټومي ځواک سره جګړه وکړي، داسې هېواد چې نفوس یې د افغانستان له نفوسه نږدې شپږ برابره زیات دی او یو له مجهزو پوځونو څخه دی. نه د وطن لپاره، بلکې د وینې د هغو تړاوونو لپاره چې د دې سرحد هغې غاړې ته ژوند کوي.

په دې منځ کې، د پخواني نظام پاتې سیاسي جریانونه، چې د «اشرف غني پنځم ستون» په بڼه فعالیت کوي، له پټو انګېزو او زړو سیالیو سره، دا بهیر په غیرمستقیم ډول تغذیه کوي. هغوی چې د عاقلانه نقد پر ځای د خلکو احساسات د قومي شعارونو او تشو ژمنو په وسیله راپاروي او ولس د «افغاني غیرت» په نوم د مرګ کندې ته بیايي.

خو د دې نقاب تر شا بله واقیعت پروت دی. د طالبانو اداري جوړښت نه دولت دی او نه پوځ؛ بلکې یوه مجموعه ده له سیمه‌ییزو شبکو، پراکنده قوماندانانو او متناقضو پرېکړو څخه. په کابل او کندهار کې مشران په پټه د سیاست خبرې کوي، خو په پکتیا، خوست او ننګرهار کې د طالبانو جنګیالي بې‌له واحدې ستراتیژي جګړه کوي. نیم‌متمرکزې قوماندې، د استخباراتي ضعف او مالي ـ نظامي کمزورتیا له امله دا ډله د هر بهرني فشار پر وړاندې زیان‌پذیره کړې ده. هر ځل چې سرحد تړل کېږي، لوژستیک بندېږي او د جناحو تر منځ تاوتریخوالی ډېرېږي. طالبان چې یو وخت یې ځان د مطلق قدرت وارث باله، اوس په هغه فرسایشي حالت کې دي چې له دننه یې سوځوي.

پاکستان، په سړه او حساب شوې تګلاره، دا ضعف سنجوي او تنظیموي. هدف یې پوځي بری نه دی، بلکې د توازن ساتل دي. د هر محدود برید له لارې لږ لږ فشار زیاتوي، درزونه لا څرګندوي او طالبان دې ته اړ باسي چې سر ټیټ کړي. دا هماغه بې‌جنګه جګړه ده؛ جګړه چې موخه یې د تصمیم نیونې توان کمول او د مقاومت روحیه فرسول دي.

پاکستان داسې ډګر جوړ کړی چې جګړه نه یو ګام له سرحده وړاندې ولاړه شي او نه یو ګام شاته؛ د وینې او خاورې  په همدې نرۍ کرښه کې، هلته چې طالبانو ته تر ټولو ډېر لګښت لري او پاکستان ته تر ټولو لږ خطر.

په دې منځ کې، د سرحد بې‌وسه خلک قرباني کېږي: کورونه وران، ځمکې سوځېدلې، سوداګري بنده او هیله مړه. افغانستان بیا هغه کړۍ ته ورغلی چې توپ او ټانک خبرې کوي او دیپلماسي چوپ ده. زموږ خلک لا د نولس‌سوه نویمې لسیزې د جګړې اور هېر نه دی.

دلته د افغانستان د اپوزیسیون لپاره تاریخي فرصت پروت دی؛ یو فرصت چې ښايي بیا تکرار نه شي. په داسې حال کې چې طالبان د بهرني فشار او کورنیو بحرانونو له امله فرسوده کېږي، نړیواله ټولنه هم د یوه بدیل، معقول غږ په لټه کې ده.

دلته د اپوزیسیون رول مانا پیدا کوي. اپوزیسیون نه شي کولای د نفرت او تشو شعارونو په تکرار مشروعیت ترلاسه کړي؛ بلکې باید له همدې بحران څخه یو نوی روایت جوړ کړي، ملي، انساني او هیله‌مند روایت. باید ووایي: موږ د خلکو غږ یو، نه د جګړې تکرار. په خبرو کې یې باید د سولې، عقل او برنامې نښه وي. د افغانستان ښځې او نارینه له دروغجنو «ژغورونکو» ستړي دي؛ هغوی یو ریښتینی صداقت غواړي. د دې مقام لپاره، اپوزیسیون باید څو بنسټیز ګامونه واخلي:

لومړی، د ملي او انساني ګفتمان جوړول، د خلکو د درد او هیلو پر بنسټ، نه د قومي یا ګوندي وېش پر محور.

دوهم، په تبعید کې د یو منظم او شفاف جوړښت رامنځته کول، څو تیتوالی په یووالي بدل شي؛ تر هغو چې اپوزیسیون د یو معین جوړښت له لارې د بهر یووالی ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې بریا ناشونې ده. دا خبره هم نړۍ او هم د افغانستان دردمن خلک ښه پوهېږي. د ځینو مشرانو قهرماني نندارې او
ظاهري اکتونه ښايي د دوی لپاره ښایسته ښکاري، خو د افغان ښځې او سړي درد نه دوا
کوي.
دریم، له نړۍ او سیمې سره فعاله دیپلماسي، څو د افغانستان انځور له د طالبانو او د هغوی د تبلیغاتو له منګولو خلاص شي.

څلورم، د میدان د حقایقو دقیق مستندسازی، له ملکي تلفاتونو تر د سرحدونو تړل کېدو او د خلکو د ژوند د تباهۍ پورې. هر سند کولای شي هغه رښتیا وساتي چې طالبان او ملاتړ کوونکي یې غواړي پټه پاتې شي.

نن جګړه د سرحد پر کرښه روانه ده؛ خو برخلیک د ذهنونو او ارادو په ژوره کې لیکل کېږي. طالبان په ټوپک جګړه کوي، خو که اپوزیسیون غواړي رښتینی بدیل شي، باید په قلم جګړه وکړي؛ په فکر، تدبیر او برنامې سره، څو دا وطن له بدویت نه مدنیت ته واوړي. افغانستان نور د انقلاب او بې‌پایه وینې تویېدو
توان نه لري. اوس د اعتماد بیا رغونې او د خلکو د ګېډې د مړولو او د ځوانانو لپاره له هیلو د یوه ډک راتلونکي د جوړونې عملي پلان ته اړتیا ده. که یو غږ راپاڅېږي چې د انتقام پر ځای د سولې، زده‌کړې او انساني کرامت خبرې وکړي، ښایي هیله یو ځل بیا د دې خاورې په زړه کې راژوندۍ شي.

د توپ، ټانک او وېرې په سیوري کې، هر څوک چې د عقل او انسانیت دفاع کوي، کولای شي نوې نسل وزېږوي. ورځ به راشي چې دا تاوده سرحدونه د چاودنو پر ځای د خبرو غږ واوري، او افغانستان به له لسیزو وروسته یو نوی ساه واخلي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.