په کابل کې د اوبو د کمښت په اړه خبرداری

لیکنه: عبدالاحمد حسیني، ژباړه: م. ظریف صمیم

د هوا پېژندنې او د اوبو د تنظیم ادارو د اټکلونو له مخې، په ژمي او راتلونکي پسرلي کې د اورښت کچه له معمول حده کمه ده. د هوا پېژندنې ادارې د مسوولینو په وینا، ددغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ دی او په هېواد کې د وچکالۍ لامل کېږي. د اوبو د تنظیم ملي اداره هم وايي چې د څېړنو له مخې، افغانستان به په راتلونکي کال کې له وچکالۍ سره مخامخ شي.
مسوولین جوتوي چې وچکالي د نورو ولایتونو په پرتله پلازمنیه ډېر ګواښي؛ ځکه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د اوبو کچه له اوو تر ۱۵مترو ټیټه شوې ده. مسوولین له هېوادوالو غواړي د اوبو په مصرف کې پر سپما سربېره د باران اوبو د جذبولو لپاره د کورونو په انګړ کې خندقونه وکیندي.
که څه هم اټکلونو ته په پام سره ګمان کېده چې په روان ژمي کې ډېره واوره واورېږي، خو د هوا پېژندنې ادارې څېړنې ښيي چې روان ژمی له واورې او باران پرته پر مخ ځي. د هوا پېژندنې ریاست د فورکاسټ آمر نسیم مرادي ۸صبح ته ووېل چې ددغه بنسټ ارزونې په ۲۰۲۰ کال کې د اورښت د ۳۰ تر ۳۵ سلنې کمښت ښودنه کوي. دا څېړنو دا پایلې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کلونو کې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د هوا پېژندنې ریاست د مالوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې دي. د هغه په خبره، په ۲۰۱۹ کال کې د اورښت کچه ښه وه خو له هغې وروسته وضعیت بدل شوی دی.
ښاغلی مرادي زیاتوي چې د ۲۰۲۱ کال راتلونکې درې میاشتې د ۲۰۲۰ میلادي کال له لومړیو درېیو میاشتو سره پرتله شوې او د هغه په وینا، د ۲۰۲۱ کال په راتلونکو درېيو میاشتو کې د اورښت کچه له عادي حده ټيټه ده. هغه جوته کړه چې د هېواد په سویل، سویل لوېدیځ او مرکزي سیمو کې د نورو برخو په پرتله د اورښت کچه ښه ده. د هوا پېژندنې ادارې د فورکاست آمر همداراز وايي: «د هېواد په ځینو لوېدیځو، سویلي او مرکزي سیمو کې په درېيو میاشتو کې ښه بارانونه کېږي، خو نورې سیمې له نورم څخه ټیټې دي. تجربې ښودلې چې په افغانستان کې تر ډېره په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې واوره او باران کېږي.
د اوبو د تنظیم ادارې ویاند نظام خپلواک هم وايي چې تمه کېده په روان ژمي کې د ورښت کچه لوړه وي، خو د اټکل پرخلاف د واورې او باران کچه ټيټه ده. هغه له ۸صبح سره په خبرو کې ددغه وضعیت دوام د اندېښنې وړ وباله او وې وېل چې د نوموړې ادارې د مالوماتو له مخې، په راتلونکي کال کې به هېواد له وچکالۍ سره مخامخ شي. ښاغلي خپلواک جوته کړه: که څه هم ټول ولایتونه د وچکالۍ له ستونزې سره مخامخ دي، خو کابل تر ډېره له دغه خطر سره مخ دی. د اوبو د تنظیم ملي ادارې د ویاند په خبره، په پلازمیني کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر اوو مترو ټیټه شوې ده. ښاغلي خپلواک جوته کړه چې د اوبو د کچې د ټیټوالي اندازه په هره سيمه کې توپیر لري؛ ځکه د هغه په وینا، د کابل په خیرخانې سیمه کې ترځمکې لاندې اوبه تر کابو ۱۵مترو او په څلورمه کارته او بګرامیو کې تر یو متر پورې ټیټې شوې دي. هغه زیاته کړې چې په ځینو سیمو کې د اټکل پرخلاف تر ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده. د نظام خپلواک په وینا، د کابل او لوګر ترمنځ سیمو کې د اوبو کچه یو متر زیاته شوې ده.
له بلې ځوا، د اوبو د تنظیم ادارې ویاند ووېل چې دغې ادارې له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره د مبارزې لپاره ځینې طرحې برابرې کړې دي. هغه زیاته کړه چې خلک یې له دې وضعیته خبر کړي او له هغوی یې غوښتي چې د اوبو په مصرف کې سپما وکړي. ښاغلي خپلواک همداراز ووېل: له هغو شرکتونو چې خلکو ته تر ځمکې لاندې اوبه توزېع کوي غوښتل شوي چې د اوبو د وېش کچه کمه کړي. دا په داسې حال کې دي چې په روان کال کې هم د کابل ځینې سیمې په تېره بیا لوېدیځ د اوبو له کمښت سره مخامخ وې. د اوبو رسولو ځینې شرکتونه د اوبو د کمښت له امله خلکو ته د مهال وېش له مخې اوبه ورکوي.
ښاغلي خپلواک همداراز ووېل چې دغې ادارې په پلازمیني کې د اوبو د کمښت په وړاندې د مبارزې لپاره، د کابل په ځینو سیمو کې جذبي خندقونه کیندلي دي. هغه دا کار اغېزناک وباله او وې وېل: «په دوغ آباد، عبدالحق څلور لارې او ځینو نورو سیمو کې د اوبو د جذبولو لپاره څاه ګاڼې لرو. دا آزمویښتي بهیر و چې مثبتې پایلې لرلې. په دغو سیمو کې څاه ګانو په سلو مترو کې اوبه ورکولې، اوس په ۵۰ مترو کې اوبه ورکوي. غواړو په نورو سیمو کې هم دا پروګرام عملي کړو.»
د مالي انکشاف ادارې هم په روان کال کې د کابل شاوخوا غرونو کې د اوبو د جذبولو لپاره خندقونه کیندلي دي. اوس د اوبو د تنظیم اداره ددغو خندقونو کیندل اغېزناک بولي او وايي په هغه صورت کې چې باران او واوره واورېږي، ډېرې اوبه جذبېږي چې په اوږده موده کې به ترځمکې لاندې اوبو کچې د لوړوالي لپاره اغېزمن وي. خپلواک زیاتوي چې دا اداره درې نورې مهمې پروژې هم لري او د پلي کېدو په صورت کې به د کابل ښار د وچکالۍ ستونزه تر یوه بریده حل شي. هغه ووېل: «یو هم په للندر کې شاه توت بند دی چې د کابل ترځمکې لاندې اوبو په برخه کې ګټور دی، بله د پنجشېر اوبو نل لیکه ده چې سروې او ډیزاین یې بشپړ شوی او هیله من یوو چې ډېر زر یې عملي کار پیل شي، شاه و عروس بند هم د اوبو د زېرمو لپاره اغېزمن دی.»
له بلې خوا، وچکالي تر هر څه زیات د کرنې برخې ته زیان رسوي، د کرنې او اوبولګولو وزارت وايي: په هغه صورت کې چې د واورې او باران کچه کمه شي، ښايي پر کرنه منفي اغېز وکړي. د دغه وزارت ویاند ۸صبح ته ووېل چې که د ورښت کچه ټیټه شي، د کرنې برخه به زیان وموي. د هغه په وینا، د موسمي بارانونو د کمښت په صورت کې للمي حاصلات کمېږي او څړځایونه هم نه زرغونېږي. په دې توګه به کرونګر د وښو له کمښت سره مخامخ شي. هغه هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو او پسرلي کې اورښت زیات شي چې کرنیز حاصلات ډېر زیانمن نه شي.
د وېلو ده چې کابل په تېرو کلونو کې هم د اوبو له کمښت سره مخامخ شوی و. حکومت د واورې او باران اوبو د زېرمه کولو په موخه د خندقونو کیندلو طرحه عملي کړه چې په دې توګه د اوبو د جذب زمینه برابره کړي. له دې مخکې بېلابېلو سرچینو ویلي و چې د کابل د اوبو کچه په تېرو شلو کلونو کې په ځینو سیمو کې له شلو تر اتیا مترو ټیټه شوې ده.

ورته لیکنې

Back to top button