د وچکالۍ د دوام، د څښلو اوبو د سرچینو ډېره کارونه او د مدیریت کمزورتیا له کبله په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه ډېرې ټيټې شوې او په دغه ښار کې د اوبو بحران اندېښمنوونکې کچې ته رسېدلی دی. د کابل ځینې اوسېدونکي له دغه زیاتېدونکي بحران څخه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د څښلو اوبو ته یې لاسرسی گران شوی دی. د هغوی په خبره، د اوبو رسونې شرکتونه هم اړیني اوبه نه ورکوي او کومې اوبه چې پلورل کېږي، د څښلو لپاره مناسبې نه دي. اخوا، کارپوهان بیا خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام کولی شي د ټولنې خوراکي خوندیتوب، چاپېریال او روغتیا وګواښي او ان د ټولنیزو شخړو د ډېرېدو لامل شي. نړیوالو بنسټونو هم خبرداری ورکړی چې که بېړني اقدامات ونه شي، ښايي کابل تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړ ډول ډول وچ شي.
د کابل ځينو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې طالبانو ته یې په دې تړاو څو وارې شکایتونه کړي، خو لاهم د دې ننګونې د هواري لپاره هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او هغوی ناچاره شوي چې هره اوونۍ د اوبو لپاره ډېرې پیسې ورکړي.
د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکې زهره وايي چې د ورځې شاوخوا ۱۵ دقیقې پلی مزل کوي چې د کورنۍ لپاره د څښلو اوبه راوړي. نوموړې زیاتوي چې په کور کې یې کېندل شوې څاه وچه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو د څښلو اوبو برابرول سختېږي.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «د ورځې اته بوشکې اوبه راوړم او د دې لپاره شاوخوا ۱۵ دقیقې پلی مزل کوم. وضعیت رښتیا هم سخت دی. د اوبو په مصرف کې ډېر احتیاط کوو، ځکه کله کله ان تر درېیو ورځو پورې هم اوبه قطع وي. هیله لرم چې طالبان دغه بحران ته جدي پام وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی امرالله وايي چې د هغوی په سیمه کې هم اوبو ته لاسرسی یوه ننګونه ده. نوموړی زیاتوي چې اوس د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ اوبه له یوه جومات څخه راوړي چې کور ته یې نږدې دی.
د کابل دا اوسېدونکی وايي: «زموږ د کور د څاه اوبه وچې نه دي، خو د څښلو نه دي. کله چې اوبه راباسو، خړې وي. د پریمینځلو لپاره له جومات څخه اوبه راوړو او د څښلو لپاره له شرکتونو تصفیه شوې اوبه اخلو. له دې مخکې زموږ په سیمه کې په ۱۲ مترۍ کې اوبه وې، خو اوس ډېرې ښکته شوې او ټول اړ دي چې اوبه واخلي.»
د کال د ۳۱۵ سیمې اوسېدونکی زاهد وايي چې هغوی د ښاري شبکې اوبه کاروي، خو دا یې اړتیاوې نه پوره کوي. نوموړی زیاتوي: «زموږ په سیمه کې د ښاري سیسټم اوبه کارول کېږي، خو په میاشت کې یوازې یو ځل اوبه راځي. څومره ذخیره باید ولرو چې یوه میاشت مو بس شي؟ تر ډېره دوه درې ورځې وروسته له هغو ټانکرونو اوبه اخلو چې کوڅې ته راځي.»

د کابل دا اوسېدونکی ټينګار کوي: «زموږ خواته تر اوسه وضعیت یو څه ښه دی، خو د انټرکانتیننټال شاوخوا سیمو په څېر خلک اړ دي چې اوږده لار کچ کړي څو د خپلې اړتیا وړ اوبه برابرې کړي. وضعیت ورځ په ورځ سختېږي.»
ورته مهال د کرنې ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ځمکنې لاندې اوبو د سطحې ټیټېدل د هېواد د خوراکي امنیت لپاره جدي ګواښ دی او افغانستان به نور هم د کرنیزو محصولاتو واردولو ته اړ کړي. د هغوی په خبره، د دې وضعیت دوام به د کرنیزو محصولاتو په کمښت، کډوالۍ، د خاورې په جوړښت کې د خرابۍ او د نباتي پوښښ په له منځه تللو تمام شي.
د کرنې چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې د اوبو د سرچینو د ساتنې لپاره دې د کرنې لپاره د اوبو لګولو سیسټم په جدي ډول کنټرول شي. هغوی ټینګار کوي چې د نوې اوبو لګولو میتودونو کارونه او له باراني اوبو په غوره ګټه اخیستلو سره به د ځمکې لاندې اوبو د کچې له ټيټېدو مخنیوی وکړي.
د کرنې چارو کارپوه قطبالدین یعقوبي وايي: «له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې د اوبو په ځانګړې توګه د ځمکې لاندې اوبو ډېره کارونه د اوبو د کچې ښکته کېدو لامل شوی او خلکو ته يې جدي ستونزې راوړلاړې کړې دي. د ځمکې لاندې اوبو کمېدل د اساسي محصولاتو لکه غنمو، وریژو، اوربشو، میوو او سبزیجاتو پر تولید مستقیم اغېز لري؛ داسې یو څه چې د خوراکي توکو د کمښت او قحطۍ لامل او د خلکو ورځنی ژوند له سختو ننګونو سره مخامخولی شي.»
د چاپېریال ساتنې ځینې کارپوهان وايي چې په پلازمېنې کې د اوبو بحران د «اوبو مافیا» رامنځته کېدو ته لار برابره کړې ده. دا کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوبو د کمښت ترڅنګ د ځمکنیو اوبو د سطحې ټيټېدل د ځمکې د ښکته کېدو لامل ګرځي او د زلزلو پر وړاندې یې د مقاومت کچه کموي.
چاپېریال پوه سیدمحمد سلیمانخېل په دې اړه وايي: «خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي او دې چارې د اوبو مافیا رامنځته کېدو ته لار برابره کړې. دا کسان د اوبو د تصفیه کولو په کوچنیو ماشینونو له بېلابېلو سرچینو اوبه راباسي او پر خلکو یې پلوري؛ داسې یو څه چې کلونه کېږي خلکو ته یې ننګونې راولاړې کړې دي. د دې ترڅنګ، د اوبو بحران کولی شي چاپېریالي، اقتصادي او ټولنیزې ننګونې رامنځته او ان ټولنیزو شخړو ته لار هواره کړي.»
چاپېریال پوه نجیبالله سدید وايي چې د شویو ارزونو له مخې، په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کالو په موده کې شاوخوا ۲.۴ میلیارد متر مکعبه د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي. نوموړی ټينګار کوي چې د ځمکې لاندې اوبه دې یوازې د څښلو لپاره وکارول شي او یوازې هغه مهال دې د کرنې لپاره ګټه ترې واخیستل شي چې د اوبو لګولو مډرن سیسټم وي.
ښاغلی سدید زیاتوي: «موږ باید هغوی ته چې څاه کیندي، د ځمکې لاندې اوبو د بیاچارچ یا بېرته تغذیې روزنه وروښیو. د باران له اوبو کارونه او د باراني اوبو د جذب لپاره د یوه چیکډیم جوړول یوه غوره حل لار ده. که موږ په یو اړخیزه توګه له اوبو کار واخلو او د بېرته تغذیې لپاره یې څه ونه کړو، داسې یوه ورځ رسېدونکې ده چې هېواد بشپړ بې اوبو شي. د دغه بهیر پایله ډېره خطرناکه ده؛ لکه د ځمکې کېناستل، د کندو رامنځته کېدل، د خاورې مالګینېدل، دښتې کېدل او د نباتي پوښښ له منځه تګ. دا ټول هغه اوږدمهاله منفي اغېزې دي چې د هېواد چاپېریال له جدي ګواښ سره مخ کوي.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی و چې که بېړني ګامونه پورته نه شي، کابل ښار به تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي. د یونیسف په خبره، له څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته، افغانستان د اقلیمي بدلون د پایلو پر وړاندې د مبارزې چمتووالی نه لري.
«مرسي کورپس» نړیوال سازمان هم ویلي چې د کابل شاخوا اووه میلیونه اوسېدونکي د اوبو د کمښت له حیاتي بحران سره مخ دي. نوموړي بنسټ په کابل کې د نیمايي ژورو څاه ګانو اوچېدو ته په اشارې ویلي چې ښايي دا ښار تر ۲۰۳۰ کال پورې بشپړ وچ شي.
د ملګرو ملتونو د مېشتېدو پروګرام هم څرګنده کړې وه چې افغانستان د اوبو د کمښت له بحران سره د مقابلې لپاره پراخې پانګونې، قوي همکارۍ او د اوبو د کارونې او مدیریت په تړاو د عامه پوهاوي لوړولو ته اړتیا لري.





