د افغان انسان رنځ و درد پای نه لري، هر چېرې چې ګام ږدي، له رنځ و درد سره مخامخېږي او غم و درد یې هر چېرې توږي. دا غم يې د ژوند تر پایه یوازې نه پرېږدي. په حقیقت کې د دغې خاورې د وګړي پېژاند رنځ، درد او غربت دی، چې په دې څراغانه نړۍ کې بیا هم شمع او مشال نه شي موندلی او بالاخره نېستۍ او بیا ابدي خوب ته درومي.
د دغې خاورې د زرګونو نورو وګړو په شان مې کډه بار کړه. یو غم چې له دننه مې خوري او ځوروي مې. د دې لپاره چې له دغه غمه اوږه سپکه کړم، له یوه ښاره بل هغه ته سر شوم، چې پام مې واوړي او زه هم ورسره واوړم؛ خو له دې وینا په ناخبرۍ چې وايي، «غمجن به نو اخیر چېرې لاړ شي، چې خوشال شي».
کډه مې باروم، له اسلام اباد څخه لاهور ته ځم. له ځینو نورو ملګرو سره چې د ښه ژوندانه او ازادې فضا لپاره یې د غربت غم منلی و، یوځای سندره سر کوم او موټر ته خېژم. شېبه نه اوړي، چې یوه مېرمنه د اوبو بوتل راته نیسي. ټول په خپلو څوکيو کې په خپلو سرګردانیو کې ډوب دي. د غم لړې راباندې خپرېږي او وایم چې ولې زموږ په وطن کې یوه مېرمنه د ګاډي خدمتګاره کېدای نه شي؟ زما د خاورې نجونې او مېرمنې ولې له انساني حقونو او ارزښتونو محرومې دي او خپل کوچني حقونه چې ورسېږي، د یوې ډالۍ په توګه يې مني؟ دا هیلې مې ځوروي او هغه تجربې چې د کابل – بدخشان له ګاډو مې ذهن ته راځي، ځوروي مې. د هغو مسافرو غږونه مې غوږونه کړنګوي، چې ویل به یې په «چشمه شیر» سیمه کې لوټمار سړکونو ته راوځي، په پلاني ځای کې ځینې نور يې موټرې دروي، د مسافرو هویت یا پېژاند لټوي. دا فکر ګاډي ته له ختلو راهیسې پر ذهن راخپور دی، روح او روان مې درنوي. د دې لپاره چې پام مې په بله کړم، د کړکۍ پرده بېرته کوم او بهر ګورم. سړکونه پاک او هوار دي. د سپارلۍ له څېرو وېره نه په ډاګه کېږي، هر یو بوخت دی، څوک فلم ګوري، ځینې «ګېم» کوي، ځینې هم موسیقي اوري، هر څوک د خپلې خوښې کار.
خو ما جلاوطني لا هم ځوروي. د ذهن او روح ترمنځ دا کشمکش پای نه لري، په همدې سره لاهور ته رسېږم. له ګاډي کښته کېږم، زموږ لارښود کس یوې رکشا ته لاس ورکوي، هغه ځای ته مو بیايي، چې مسافرخونې پکې دي. لار ګودر ته ګورم، که څه هم لوږه شته؛ خو خلک د مبایل د تښتولو او په تلاشۍ کې د پوښتنو ګروېږونو له وېرې په امان دي. هر څوک په خپلې سرګردانۍ پسې راوتلي دي. په رکشا کې سفر اوږدېږي، له کوڅو تېرېږو؛ خو لاره نه لنډېږي. له ملګري څخه چې په ښار کې بلد دی، پوښتم چې هوټل ته کله رسېږو؟ هغه وايي، رکشاوان پوهېږي؛ خو کله چې رکشاوان پوهېږي، چې افغانان یو؛ نو په خبرو کې خپل فکر داسې بیانوي، ګویا افغان انسان يې په داسې ځانګړنو معرفي کړی، چې له یادونې يې دلته ډډه شوې ده.
ښارګوټي ته ورته یوې سیمې ته رسېږو. رکشاوان وايي، چې دلته بهرنیانو ته هوټلې شته. لومړني هوټل ته ورننوځو، هرکلی مو کوي، وايي، خونه لرو. کله چې پوهېږي، چې د کوم ځای یو، نو وايي «افغان» ته خونه په کرایه نه ورکوو. دا پوښتنه هوټل په هوټل تکرارېږي. ساعت د شپې له دوو اوښتی دی او موږ له ساعتونو راهیسې د یوې خونې په لټون يو. څوک خونه په کرایه نه راکوي. له ډېرو هلوځلو وروسته هم خونه نه شو موندلی. یو ځل بیا رکشا نیسو او د اسلام اباد موټرو تمځای ته ځو. د موټرو تمځای ته نږدې یو رسټورانټ اباد دی، ډوډۍ ته ورپورته کېږو، ځکه چې د لارې په اوږدو کې موټروانان نه درېږي. د هوټل له مالکه پوښتو، چې خونه لري؟ په ورین تندي وايي، چې هو. خو کله چې پوهېږي، چې د کوم ځای یو، بیا وايي، چې خونه نه لري. بالاخره په عمجنې خندا وایو: «دا شپه نه سبا کېږي، یوازې زموږ شپه.» او په همدې غمجنې خندا خپل درد و رنځ کموو او ورسره غواړو له دغه سپکاوي څخه پام په بله کړو.