• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

اوونیزې څلوېښت میلیون ډالري کڅوړې؛ له افغانستان سره د نغدي مرستو کیسه څه ده؟

امين کاوه امين کاوه
۳ مرغومی/جدی ۱۴۰۴ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۵ [t_time:1766590945]
social media

social media

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د پخوانیو سیاستوالو او د پخواني جمهوري نظام د یو شمېر چارواکو ترمنځ دا انګېرنه رامنځته شوې چې ګواکې د امریکا متحده ایالات هره اوونۍ افغانستان ته نغدي پیسې لېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې د امریکا حکومت ان خپلې مستقیمې بشري مرستې د روان کال د مارچ له میاشتې راهیسې بندې کړې دي.
له دې سره سره، د طالبانو د واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې تل دا اساسي پوښتنه مطرح ده چې هغه نغدي مرستې چې هره اوونۍ افغانستان ته لېږدول کېږي، له کومې لارې، د څه لپاره او په کوم هدف برابریږي؟ ۸صبح د دې موضوع د سپیناوي او د نغدي مرستو د څرنګوالي او موخو د څېړلو لپاره له یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو او د ملګرو ملتونو له مسوولانو سره خبرې کړې دي.

د امریکا یو پخوانی لوړپوړی چارواکی چې له دې موضوع خبر دی او د رسمي صلاحیت د نه لرلو له امله یې د هویت نه په ډاګه کېدو په بڼه ۸صبح ته ویلي:«د امریکا حکومت افغانستان ته هېڅ ډول پیسې نه استوي.»
هغه د هغو اوونیزو ۴۰ میلیون ډالري نغدي کڅوړو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د مالیې وزارت له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي، څرګنده کړه چې دا پیسې په ملګرو ملتونو پورې اړه لري او د همدې سازمان له لوري د بشري مرستو لپاره افغانستان ته انتقالېږي.

د دغه پخواني امریکايي چارواکي په وینا، دا مالي سرچینې د ملګرو ملتونو له خوا د بشري عملیاتو د لګښتونو لپاره کارول کېږي او د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو او د دغه سازمان د همکارو غیر دولتي بنسټونو له لارې په افغانستان کې لګول کېږي. هغه ټینګار کوي چې دا مرستې نه د امریکا د حکومت له‌خوا افغانستان ته لېږل کېږي او نه هم طالبانو ته ځانګړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې له افغانستان سره خپلې ټولې بشري مرستې بندې کړې؛ هغه موضوع چې هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم تایید کړې وه. د امریکا د مرستو بندېدو هغه روغتیایي او خوراکي ناورینونه لا پسې ژور کړي چې د افغانستان له نیمایي ډېر نفوس ورسره مخ دی.

بل پلو، نور مرسته‌کوونکي هېوادونه لکه اروپايي ټولنه، بریتانیا او جاپان، که څه هم په کمه کچه، خو لا هم په افغانستان کې د بشري عملیاتو ملاتړ ته دوام ورکوي. د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او د بهرنیو چارو وزارت پخوانیو چارواکو کانګرس ته شاهدي ورکړې چې په افغانستان کې د امریکا مرستې د نړیوالو معیارونو له مخې لګول شوې او د یو سلنې له لسمې برخې کمې هغه اداري لګښتونو لکه برېښنا او د عوایدو د مالیې لپاره ورکړل شوې دي.

سره له دې، ځینې ادعاوې هم مطرح شوي چې ګواکې دا نغدي کڅوړې په مستقیم ډول طالبانو ته سپارل کېږي او د همدې ډلې د لګښتونو لپاره کارول کېږي. په دې لړ کې، یو امریکايي پخوانی سرتېری چې افغان‌الاصله دی او په ایکس ټولنیزه شبکه کې د « لیجنډ» په نوم لاندې فعالیت کوي، تل دا ادعا پیاوړې کړې چې امریکا هره اوونۍ طالبانو ته ۴۰ میلیونه ډالره نغدې پیسې ورکوي. دغه کس خپل هویت نه په ډاګه کوي او ان په خپرو شویو ویډیوګانو کې یې مخ هم نه ښکاري. ۸صبح د اېکس له لارې د مرکې لپاره ورسره اړیکه نیولې، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب نه دی ورکړی.

د دغو ادعاوو په تعقیب، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو «د طالبانو د مالي تمویل بندول» او یا « د مالیه ورکوونکو پیسې ترهګرو ته مه ورکوئ» تر سرلیکونو لاندې د ځينو لایحو مسودې وړاندې کړې دي. دا طرحې پر همدې روایت ولاړې دي چې ګواکې امریکا لا هم په مستقیم ډول او هره اوونۍ طالبانو ته نغدي پیسې لېږي.

د خلکو اقتصادي بې‌ثباتي او د طالبانو نسبي ثبات

د نغدو ډالرو کڅوړې چې د ملګرو ملتونو او مرسته‌کوونکو هېوادونو له‌خوا د مرستندویو بنسټونو له لارې افغانستان ته داخلېږي، د افغانستان د اقتصادي ثبات په ساتلو او د بشري مرستو د رسولو په اسانه کولو کې حیاتي رول لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله جورجیت ګاګنون، او د دغه سازمان د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر د امنیت شورا په یوه تړلې غونډه کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د فلیچر په وینا، دا شمېر شاوخوا ۲۲ میلیونه کسانو ته رسېږي او افغانستان دا مهال د نړۍ یو له جدي ناورینونو تجربه کوي.

له دې سره سره، طالبانو د بشري مرستو د وېش په بهیر کې د لاسوهنې او مداخلې له لارې د اړمنو خلکو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. یو شمېر مستند راپورونه ښيي چې طالبانو د ښځو د ګډون د مخنیوي او د مرستو د لوري ټاکلو له لارې هڅه کړې د مرستو رسولو بهیر ګډوډ کړي. ویل کېږي چې په ځینو مواردو کې مرستندوی بنسټونه اړ شوي څو د حل‌لارې تر موندلو پورې خپل فعالیتونه د میاشتو په مخه وځنډوي

د دې ادعاوو د کره‌والي لپاره ۸صبح په کابل کې د یوناما له ویاند سټېفن سمېټ سره اړیکه نیولې ده. هغه ویلي:« یوازیني نغدي چوپه چې زه ترې خبر یم او د ملګرو ملتونو لپاره اهمیت لري، هغه دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو بشري عملیاتو د دوام امکان برابروي.»

په همدې حال کې، د یوناما پر وېب‌پاڼه خپور شوی سند څرګندوي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د افغانستان د بانکي نظام د ګډوډېدو له امله ملګرو ملتونو د خپلو بشري فعالیتونو د دوام لپاره افغانستان ته نغدي پیسې استولې دي. دا پیسې د ملګرو ملتونو په ځانګړو حسابونو کې د یوه خصوصي بانک له لارې ساتل کېږي او یوازې د دې سازمان د اړوندو ادارو او محدودو تأیید شویو بشري شریکانو ترمنځ وېشل کېږي. د سند له مخې، د دغو پیسو هېڅ برخه نه د افغانستان بانک ته ورکول کېږي او نه هم طالبانو ته. دا بهیر د ۲۵ میلیونه اړمنو افغانانو د ژغورنې لپاره حیاتي بلل شوی او ټولې مالي سرچینې د ملګرو ملتونو تر سخت څار، حساب‌ورکونې او کنټرول لاندې دي.

د بشري مرستو د بشپړ بندېدو پایلې

اصلي اندېښنه دا ده چې د امریکا د کانګرس له‌خوا د «د طالبانو د تمویل بندولو» په څېر لایحو تصویب، کولای شي په افغانستان کې د بشري مرستو وضعیت له لا جدي ناورین سره مخ کړي. دا ډول پرېکړې ښايي د مرستو د لېږد او وېش بهیر نور هم محدود کړي او د مرستندویو بنسټونو کاري چاپېریال، چې لا له وړاندې له سختو شرایطو سره مخ دی، نور هم پېچلی کړي.

له بلې خوا، د دغو قوانینو تصویب ښايي پر نړیوالو مرستندویو بنسټونو او دغه راز پر اروپايي هېوادونو، جاپان او ان د خلیج پر ځینو هېوادونو سیاسي فشارونه زیات کړي، څو افغانستان ته هر ډول بشري مرستې بندې کړي. دا هېوادونه دا مهال خپلې مرستې د ملګرو ملتونو له لارې یا په مستقیم ډول افغان ولس ته رسوي؛ خو د قانوني محدودیتونو او سیاسي فشارونو په زیاتېدو سره ښايي د دغو مرستو دوام له جدي خنډونو سره مخ شي.

دغه راز، که د ملګرو ملتونو د مالي سرچینو د لېږد بهیر ځنډول کېږي یا پېچلی شي، احتمال شته چې دا بهیر په بشپړه توګه ګډوډ او یا بند شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا حالت رامنځته شي، په افغانستان کې به بشري ناورین په بې‌ساري ډول ژور شي او خلک به له سختو پایلو لکه قحطۍ، پراخې لوږې او مزمنو روغتیایي بحرانونو سره مخ شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو
خبرونه

په لغمان کې یو ښوونکی ووژل شو

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790449980]
ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ «ډېرې ښې خبرې» روانې دي
بهرني خبرونه

ټرمپ: د ایران نوی وړاندیز مې رد کړ

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443916]
پزشکیان: د عمان مذاکرات د ایران د اټومي موضوع د عادلانه حل لپاره غوره فرصت دی
بهرني خبرونه

پزشکیان: تهران نور له امریکا سره پر مذاکراتو باور نه لري

۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790443349]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.