• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بېوزلۍ تر سیوري لاندې ناغوښتل شوې امیندوارۍ؛ میندې د ماشوم زیږولو سختیو او د خپلو اولادونو ناڅرګند راتلونکي ته اندېښمنې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۵ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1785145181]
AFP

AFP

د بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ له زیاتېدو سره هممهاله، ځینې میندې وایي چې د امیندوارۍ د مخنیوي وسیلو ته د لاسرسي په محدودېدو سره، نور نه شي کولای د ناغوښتل شویو امیندواریو مخه ونیسي. دوی زیاتوي چې د بې‌وزلۍ د پراختیا، د بې‌روزګارۍ د زیاتېدو او د عاید د کمېدو له امله د طالبانو د حاکمیت تر سیوري لاندې د ماشومانو لویول د پخوا پرتله په ځلونو سخت شوي دي. د دغو میندو په وینا، کله چې مور او پلار پخپله د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او شته محدودیتونو تر فشار لاندې وي، تل د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن وي او وېره لري چې هغوی به هم له همدغو سختیو سره مخ شي. دوی وایي د ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، مجبورېږي له خپل خوراک او پوښاکه تېر شي. له دې سره هممهاله، په یوه روغتون کې سرچینې وایي چې په دغه روغتیایي مرکز کې د زیږونونو شمیر زیات شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، ډېری هغه ښځې چې د زیږون لپاره ورځي، له کم‌عایده کورنیو دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ داسې چې ځینې یې ان د زیږون د لومړنیو لګښتونو د ورکړې توان هم نه لري.

د درېیو ماشومانو مور خدیجه (مستعار نوم)  وایي چې اوس امیندواره ده او په نږدې وخت کې بل (څلورم) ماشوم زیږوي. د هغې په وینا، اقتصادي ستونزو او د افغانستان د اوسنیو شرایطو له امله رواني فشارونو، د ماشومانو لویول د کورنیو لپاره په یوه خورا سخته مسوولیت بدل کړي دي. دا وایي: «هره مور په زرګونو هیلو ماشوم نړۍ ته راوړي او هیله لري چې اولاد یې په ښو شرایطو کې لوی شي، درس ووایي او روښانه راتلونکی ولري. خو د افغانستان په اوسني وضعیت کې ډېری میندې نور د ماشوم راوړلو لپاره هغه پخوانۍ شوق او انګېزه نه لري.»

د خدیجې په وینا، کله چې مور او پلار ګوري چې د دوی خپل ژوند د اقتصادي ستونزو او شته محدودیتونو تر فشار لاندې زیانمن شوی، اندېښمنېږي چې اولادونه به یې هم له ورته برخلیک سره مخ شي.

دا مېرمن زیاتوي: «په ډېرو هېوادونو کې ښځې په ارامښت او هیله مور کېږي، د دولت له ملاتړه برخمنې دي او د خپلو ماشومانو د لویولو لپاره امکانات لري. خو په افغانستان کې نه یوازې دا ډول ملاتړ نشته، بلکې ماشومان هم د ودې او زده‌کړې له لومړنیو مناسبو شرایطو بې‌برخې دي. ځوانان روښانه راتلونکی نه ویني او آزادۍ یې محدودې شوې دي. له دې وضعیت سره، کورنۍ څنګه کولای شي په هیله ماشوم نړۍ ته راوړي او ډاډمنې وي چې ښه راتلونکی یې په تمه دی؟»

د درېیو ماشومانو مور نرګس (مستعار نوم) وایي: «یو ماشوم مې د جمهوریت په وخت کې زیږولی و. هغه مهال ما او زما مېړه دواړو کار کاوه، نو ځکه ماشوم ته پاملرنه اسانه وه. خو د طالبانو له راتګ وروسته، موږ دواړه وزګار شوو. ما فکر کاوه چې په کور زما کېناستل به لنډمهالي وي او له دې فرصته ګټه واخلي څو د بل ماشوم څښتنه شم او وکړای شم ترې ښه پالنه وکړم؛ خو زما د فکر برعکس، شرایط خورا سخت شول. ان د زیږون لګښت مو هم په پور برابر کړ.» د هغې په وینا، د ماشوم له زېږېدو وروسته، د نوي زېږېدلي ماشوم د لومړنیو اړتیاوو پوره کول هم کورنۍ ته سخت وو.

دا مېرمن زیاتوي: «کله به مو چې وچ شیدې اخیستې، د پمپر (ډایپر) پېسې مو نه لرلې او کله به مو چې پمپر واخیست، د مینځلو له توکو یا د کور له نورو اړتیاوو به پاتې کېدو. دوه کاله وروسته بیا امیندواره شوم. د امیندوارۍ د مخنیوي وسایلو ته د لاسرسي په محدودېدو سره، ونه توانېدم د امیندوارۍ مخه ونیسم. زما مېړه او ما ډېرې سختۍ وګاللې او مجبور وو له خپل خوراک او پوښاکه تېر شو څو د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کړو.»

نرګس وایي: «یوازې موږ نه یو. زما ډېری پخوانۍ همکارانې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته وزګارې شوې، په همدې څو کلونو کې دوه یا ان درې ماشومان زېږولي دي. زما په خپلوانو کې هم ورته وضعیت دی؛ له یوې خوا پخپله او مېړونه یې وزګار دي او له بلې خوا، د څو ماشومانو د لګښتونو له مسؤلیت سره مخ دي.»

د دوو ماشومانو مور زینب (مستعار نوم) وایي چې په اوسنیو شرایطو کې، د ماشومانو لویول د پخوا پرتله خورا سخت شوي دي؛ ځکه بې‌روزګاري او اقتصادي ستونزو د کورنۍ د اړتیاوو پوره کول له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

دا مېرمن وایي: «د ماشوم لویول اسانه کار نه دی. له همدې امله، کورنۍ باید د ماشومانو د زېږېدو ترمنځ واټن مراعات کړي. زه پخپله دوه ماشومان لرم او په ډېرو ستونزو د هغوی اړتیاوې پوره کوو. زما مېړه ډېر زحمت وباسي څو یې له اړینو توکو څه کم نه وي.»

زینب دغه راز زیاتوي: «په افغانستان کې د ډېرو کورنیو اقتصادي وضعیت خورا خراب دی، ان تر صفر لاندې دی، خو بیا هم وینو چې ځینې ډېر ماشومان لري. په ځانګړې توګه اړمنه طبقه نړۍ ته ډېر ماشومان راوړي. خلک باید د خپل ژوند شرایطو او د عاید کچې ته په پام سره، د کورنۍ د جوړولو او د ماشومانو د شمېر په تړاو پرېکړه وکړي.»

له دې سره هممهاله، د رابعه بلخي روغتون کارکوونکې زحل (مستعار نوم) وایي چې په دغه روغتون کې د زیږونونو شمېر زیات شوی دی. د هغې په وینا، ډېری هغه ښځې چې د زیږون لپاره ورځي، له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ سره مخ دي. دا زیاتوي چې د دولتي روغتونونو امکانات هم خورا محدود شوي دي.

دا مېرمن وایي: «د ولادي برخې د مراجعه کوونکو شمېر د پخوا پرتله خورا زیات شوی دی. ډېری هغه ښځې چې د زیږون لپاره راځي، له بې‌وزلو کورنیو دي. یوازې نن درې تر څلور ناروغانې راغلې چې ان د دسکشو، د نوي زیږېدلي ماشوم د پمپر او نورو اړینو توکو د اخیستلو توان یې نه درلود. د دولتي روغتونونو امکانات هم خورا محدود شوي او د زیږون او جراحۍ لپاره ډېری اړین لوازم پخپله ناروغان باید برابر کړي.»

د روغتون دا کارکوونکې زیاتوي: «په ټولیز ډول، ډېری هغه کورنۍ چې د زیږون لپاره مراجعه کوي، خورا خراب اقتصادي وضعیت لري؛ خو له دې سره سره، د زیږون تر ټول لوړه کچه هم په همدغو کم‌عایده کورنیو کې لیدل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې یو شمېر نسایي ولادي ډاکټرانو څه موده وړاندې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې د امیندوارۍ د مخنیوي د لارو چارو په تړاو ناسم باورونه، د ښځو ترمنځ د ناغوښتل شویو امیندواریو او پرله‌پسې زیږونونو د زیاتېدو لامل شوي دي. هغوی خبرداری ورکړی و چې د دغو باورونو دوام کولای شي د کورنیو لپاره پراخې روغتیایي، ټولنیزې او اقتصادي پایلې ولري.

ملګرو ملتونو هم د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې اعلان کړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې څه باندې ۹۸۵ زره زیږونونه ثبت شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: په کندوز کې ناچادوه توکي جدي ګواښ دی
ټولنه

ملګري ملتونه: په کندوز کې ناچادوه توکي جدي ګواښ دی

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791118903]
د پاکستان هوايي بریدونه؛ په هلمند او کندهار کې ځینې خلک تر ځمکې لاندې پناه‌ځایونه جوړوي
خبرونه

د پاکستان هوايي بریدونه؛ په هلمند او کندهار کې ځینې خلک تر ځمکې لاندې پناه‌ځایونه جوړوي

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791117351]
سور صلیب: په افغانستان له څه باندې ۱۰۵ زرو معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته شوې
ټولنه

سور صلیب: په افغانستان له څه باندې ۱۰۵ زرو معلولیت لرونکو وګړو سره مرسته شوې

۱۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791116429]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.