لوېدیځوالو! خپل تش په نامه نومهالي تمدن ته مه خوشالېږئ. ستاسو دا تکنولوژیک ماشیني تمدن تر ټولو پینځو واړو تاریخي طبقاتي دورو لاپسې خونړی دی.
د رېنسانس پرمهال، چې (انسان) د ټولو بشري هڅو په محراق کې راغی. شریفو او اخلاقي هیومانیستانو دا انسان یوازې لویدیز نه، بلکې ټول انسانان وګڼل.
تاسو انسانپالنې ته هغه مهال د شرم و ننګ توره ایره وروشیندله، چې د اقتصادي سرچینو درزبېښلو لپاره مو روسته پاتې ټولنې په موډېرن ښکېلاک کې راښکېل کړلې.
د دوی په ناپوهۍ کې مو پانګونه وکړه او سره ومو جنګول.
موږ د درېیمې نړۍ انسانان به خامخا ناپوه او جاهل یو، ستاسو په دسیسو او توطئو به تېروځو او لکه ځناور به یو بل څيرو او داړو، خو زموږ په دې کمزورۍ کې ستاسو زبېښاکي پانګونه ستاسو بداخلاقي ده، چې باید پرې وشرمېږئ!
که پر هیومانیسم باور ژوندی وای، نو تاسو به دا نه ویل، چې:
«په نومهالي(معاصر) سیاست کې عاطفه او اخلاق ځای نه لري، بلکې ګټې او ځواک روستۍ خبره کوي!»
پاتې شوه ستاسو د مسخره نړیوالتیا Globalization کیسه. خبر شئ، چې د تکنولوژۍ او وسایلو له نظره نړیوالتیا د انساني ارزښتونو د نړیوالتیا په مانا نه ده. له اخلاقي او عاطفي پلوه لاهم تاسو په خورا بدوي زمانه کې یاست.
دا مه ګڼئ، چې؛ تیلیفون او انترنت د زمکې پینځه لویې وچې سره نږدې کړې، دا شو نړیوال کلی!
نه !!!
ستاسو زبېښاکي نړیوالتیا د افغان انسان په درد هېڅ نړیوال ونه ژړاوه، د افریقايي ماشوم له لوږې یې هېڅ امریکايي خبر نه کړ.
همتاسو زموږ په جهل، خرافاتي باورونو، تربورګلوۍ، روسته پاتې شعور، تحجر، ارتجاعیت او سادګۍ کې په خپله ګټه پانګونه وکړه، چې زموږ کانونه، سرچینې، جغرافیایي موقعیت، بشري ځواک، اینرژي او تاریخ رانه ولوټئ. تاسو به شیطاني هوښياري ولرئ، ګټه به هم وکړئ، خو دې ته مو هیڅکله ونه کتل، چې ستاسو دا ګټې د څومره ماشومانو او بېګناه انسانانو د قتل لامل شول؟
د ساده کلیوالو له عقیدو مو د باروتو ډېرۍ جوړې کړې، بمونه ورپورې وتړل او د شرقي مدنیت پر ضد مو ځانمرګي کړل.
تر هغو چې د پانګوالو د ګټو لپاره د نړۍ په یوه برخه کې جنګ روان وي پانګه او تکنولوژی به نړیوال شوي وي، خو همداستاسو انساني ارزښتونه، عاطفه، اخلاق او ریښتینولي لا هم بدوي دي.
خبر شئ، چې یوازې ستاسو په لاس جوړ شوي وسایل نړیوال شوي، نه هغه انسانیت، چې تاسو یې د شعار په توګه کاروئ!
لویدیز انسان لا بشپړ انسان شوی نه دی، پاتې لا دا، چې د انسانیت د نړیوالتیا دعوا وکړلای شي.
لویدیز بنیادم لا هم یو بدوي او وحشي روبات دی، چې د خپلو پانګوالي ګټو لپاره ژوند او جنایت کوي.
ځينې ځينې به وايي، چې دا د لویدیزو عامو ښاریانو کار نه، بلکې د هغوی د استبلېشمېنتونو او استخباراتو کار دی، خو زه یې منلای نه شم، لویدیز روبات ډوله بنیادم که د خپلو سیاسي – استخباراتي بنسټونو له نړیوالو جنایاتو خبر نه وي، بیا نو دوی تر وږیو او احتیاجو ختیزوالو هم ناپوهه دي!





