۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په بازارونو کې د بیو له نسبي ثبات سره سره، د ځینو اساسي خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو بیې لا هم د تېر کال پرتله لوړې دي.
دغه پروګرام دوشنبه د وږي پر ۲۳مه، په یوه راپور کې ویلي چې د غنمو بیه د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه او د منځني کیفیت غنمو اوړو بیه ۱۲ سلنه لوړه شوې ده.
د دغه راپور له مخې، د لوړ کیفیت غنمو اوړو بیه هم د تېر کال پرتله اووه سلنه لوړه شوې ده.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د پلوي او شوله يي وریجو بیې هم د تېر کال پرتله په ترتیب سره ۲۲ او ۳۵ سلنه لوړې شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا، د غوړیو او بورې بیې هم د تېر کال پرتله په ترتیب سره ۱۴ او ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو د بیو لوړوالي، سره له دې چې په بازار کې نسبي ثبات شته، لا هم د کورنیو د پېرلو پر وړتیا او د تولید پر لګښتونو فشار راوستی دی.





