د افغانستان لپاره د خلیلزاد نوې طرحه څه کېدای شي؟
لیکوال: اسحق علي احساس، ژباړن: م. ظ. صمیم

په امریکا کې سیاسي بدلونونه د افغانستان د سولې پر بهیر هم بې اغېزې نه دي، جوبایډن له بري وروسته که څه هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ماموریت تمدید کړ، خو له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه چې د هغه په هڅو سره لاسلیک شوې وه د بیا ارزونې پرېکړه یې وکړه. د بایډن دولت اعلان وکړ چې د دوحې موافقه لیک له سره غور وروسته به د افغانستان د مسلې په اړه طرحه اعلان کړي. ددې پرېکړې پایله په نه اعلان شوې بڼه، ددغه هوکړه لیک ځنډول و. بین الافغاني مذاکرات له بندون سره مخامخ شول او د طالبانو پلاویو اسلام آباد، تهران، مسکو او عشق آباد ته سفرونه وکړل. د طالبانو ډلې سیاسي مرستیال او په دوحه کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملابرادر د امریکا ولس ته په خطاب کې یو لیک ولیکه او د دوحې د هوکړه لیک د ګټو خبره یې وکړه. افغان دولت بیا راتلونکی پسرلی خونړی وباله او په وروستي مورد کې، د هېواد د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې افغانان د دوحې له هوکړې نهیلي شوي دي. دا په امریکا کې د سیاسي بدلونونو پایلې دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې رامنځته شوې دي.
د کب په یوولسمه نېټه زلمي خلیلزاد په امریکا کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د افغانستان د سولې په تړاو خپلې هڅې پيل کړې او لومړی کابل ته راغی او پر ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سربېره یې له مخکیني ولسمشر او یو شمیر سیاسي شخصیتونو سره خبرې اترې وکړې. له هغې وروسته خلیلزاد دوحې ته ولاړ ترڅو د دولت او طالبانو له مرکچي پلاویو سره وګوري. داسې ښکاري چې دا ځل د امریکا نوې ادارې افغان دولت ته لومړیتوب ورکړ له همدې امله یې لومړی کابل ته سفر وکړ. د بایډن ادارې کابل ته لومړیتوب ورکړ او دوحه د طالبانو د سیاسي استازولۍ په توګه له کابل وروسته دوهم ځای لري.
له دې وراخوا بله موضوع دا ده چې ښاغلی خلیلزاد له یوې ځانګړې طرحې سره کابل ته راغی او په یوه نوي پروګرام سره یې د سفرونو نوی پړاو پیل کړی دی. ویل کېږي چې نوموړي د خپلې طرحې دوې نسخې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ته سپارلې دي. له سیاسي خبرو او رسمي اعلامیو پرته چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي اسازي د سفر په اړه د ارګ او سپېدار ماڼیو له خوا خپرې شوې، ښاغلي خلیلزاد په یوې نوې او ځانګړې طرحې سره د هڅو نوی پړاو پيل کړی دی. که څه هم ددغې طرحې جزیات نه دې روښانه شوي، خو ګمان کېږي چې ښايي د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د هڅو په نوي پړاو کې درې موضوع ګانې د اټکل وړ وي.
د دوحې هوکړه لیک پر ځینو مادو له سره غور کول، له هغې جملې له افغانستانه د امریکا او د هغې د متحدینو د ځواکونو د وتلو وخت ښایي د امریکا د تازه تګلارې یوه برخه وي. یو شمېر کارپوهان او امریکايي بنسټونه په مې میاشت کې د امریکایي او ناټو ځواکونو وتل، هغه هم په داسې شرایطو کې چې د سولې په هڅو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او د افغانستان کړکېچ په پېچلې بڼه دوام لري، دا کار د امریکا او د هغې د متحدینو لپاره د منفي پایلو لرونکی بولي. د بایډن دولت له رامنځته کېدو وروسته په امریکایي رسنیو کې یو شمېر کارپوهانو او بنسټونو بېلابېل نظرونه ورکړي دي چې تر ډېره له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو وتل مناسب ګام نه بولي. دغه امریکايي کارپوهان د دوحې د هوکړې له مخې له افغانستانه د ځواکونو ایستل یوه تېروتنه بولي. کېدای شي د بایډن دولت په تګلاره کې دا ډول مسایلو ته په کتو طرحه برابره او خلیلزاد په دې برخه کې خپلې هڅې بیا پيل کړې وي. له افغان دولته د ملاتړ او طالبانو سره د جګړې له لوري سوله ساتو ځواکونو ته په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د حضور د رول او بڼې بدلېدل ددغې طرحې مهمه برخه کېدای شي. که امریکا د افغانستان د جګړې لوري د سوله ساتنې رول ته راضي کړای شي، د خپلو او ناټو ځواکونو حضور به وغځوي او په بیړه به د وتلو او کورنۍ جګړې اندېښنې هم لېرې کړي.
د خپل شته والي له غځولو وروسته دوهمه مسله چې کېدای شي د خلیلزاد په طرحه کې ځای ولري، د افغانستان د سولې په بهیر کې د نوي فورمول رامنځته کول دي. ویل کېږي چې د ننه په هېواد کې ځینې کړۍ د امریکا په ګډون له ځینو بهرنیو هېوادونو سره په همغږۍ د بُن کنفرانس ته په ورته طرحې کار کوي. ددغې طرحې له مخې، د افغانستان د جګړې ټول اړخونه باید په خبرو کې ونډه ولري او د مذاکراتو له لارې د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت، اوربند، بیا ادغام او له سولې وروسته دولت کې د سیاسي ګډون پر سر هوکړې ته ورسېږي. په هغه صورت کې چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو ماموریت د سوله ساتو په توګه دوام وکړي او خبرې هم د ملګروملتونو او د نړۍ د هېوادونو تر څارنې لاندې پرمخ ولاړې شي بې له شکه چې د سولې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري.
درېیمه موضوع هم په نویو شرایطو سره د دوحې بهیر دوام دی. هغه څه چې د دوحې په بین الافغاني مذاکراتو کې موجود نه و، د څارونکي، تضمینونکي او منځګړي پلاوي نشتوالی دی. همداراز د خبرو لپاره د روښانه تګلارې نه شتون ددغو مذاکراتو بله ستونزه ده. له همدې امله، دا خبرې جدي پړاو ته داخلې نه شوې او له بندون سره مخامخ وې. دغې تجربې ته په پام سره ویلای شو که امریکا کومه بله تګلاره غوره نه کړي نو د دوحې بهیر به د څارونکي پلاوي، تضمینوونکو او منځګړو په ګډون پرمخ ولاړ شي. په دې صورت کې هم کېدای شي یو ځل بیا په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدو او د اوربند ټینګښت ته هیله مندي زیاته شي.