• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۹ تله ۱۴۰۵ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

هغه څه چې له موږ سره پاتې کېږي

صفیه کریمي صفیه کریمي
۲ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۲۲ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776865367]
Pexels

Pexels

ځينې سهارونه مې نه غوښتل د ونو خوځېدل وګورم، نه مې غوښتل د باغچې ترڅنګ پر وړو شبدرو پروت شبنم ووینم چې نرم باد له ښې نه چپ او له چپ نه ښې ته خوځول. ځکه همدا چې سترګې به مې پرانېستلې، یو انځور به مې ذهن ته راغی: پراخ چاپېریال، په اندېښنې او ژورې چوپتیا کې ډوب؛ داسې چوپتیا چې هره شېبه یې وېره او ناهیلي وه، داسې چوپتیا چې ارام یې په ځان کې تېر کړی و او خوله یې نه پرانېسته. یوازې د څو وړو میناوو غږونه اورېدل کېدل. له لرې د ماشومانو د ژړا غږونه راتلل؛ د هغو میندو د قدمونو غږ چې خپل ماشومان یې په غېږ کې نیولي وو، پورته او ښکته یې کول څو ارام شي. د هغو ماشومانو چیغې چې مېندې یې غوښتلې یا د سخت درد له امله یې بغارې وهلې، په چاپېریال کې خپرې وې. نرسانو هڅه کوله ارام یې کړي څو ډاکټران راشي.

هی طبیبانو! هی ډاکټرانو! ډاکټران چې سیوری یې هم ما وېروي، نوم یې راته په وجود کې لړزه اچوله. څومره وېره مې ترې لرله! زه یې له نومه وېرېدم. په هر ګام چې زما پر لور به را روان وو، لا به ډېره وېرې اخیستم. ګواکې لکه قبض روح کولم یې. په ما کې به د اضطراب یو ژور احساس پیدا کېده. ټوله هڅه مې دا وه چې له دغه څوپوړیز زندانه وتښتم؛ وتښتم له دې کنګل، بې‌روحه او بت‌ شوي چاپېریال څخه، له داسې زندانه چې سرګردانه ارواو مې ننداره کوله. زړه مې غوښتل لاړه شم خپل خټين کور ته، د خپلې کورنۍ تودې غېږې ته.

هره ورځ مې هڅه کوله چې خپل ذهن له دغه ځایه لرې وساتم، څو ژر ښه شم او له دغه ناورینه خلاصه شم. خو ډاکټرانو ویل چې څو بشپړه روغه نه شم، باید هر کال دې ځای ته راشم. هر کال ژمی باید په همدغو له وېرې او اندېښنې ډکو خونو کې تېر کړم. هر کال باید دا ځای تجربه کړم او د ماشومانو د زګیرویو غږونه واورم. باید په خپلو سترګو ووینم چې څوک دا غمکده پرېږدي او ناڅرګند ځای ته ځي او څوک د خپلې کورنۍ توده غېږ مومي.

باید پر خپلو پښو حس کړم چې دا دارالشفا څومره وچ او بې‌روحه ده، څومره وېره په ما کې راپاروي او دا چې د خپلې روغتیا قدر وپېژنم. باید پوه شوی وای چې څنګه د هغو الهي نعمتونو شکر وباسم چې راته راکړل شوي دي. د هغې ورځې په اړه مه وایه؛ ماته ډېره سخته ورځ وه. مور مې یوه مړۍ ډوډۍ له ستوني تېره کړه، خو ما حس کړه لکه په ستوني کې یې بنده شوې وي او هڅه یې کوله ښکته لاړه شي، خو نه خوځېده. ما یوازې ننداره کوله. کله مې چې له موره وپوښتل چې ولې لکه هره ورځ راته خواړه په خوله کې نه راکوې، ويې ویل: «مور دې جار شي، ته د خپل ډاکټر کاکا مېلمنه یې.» مور مې سمه نه لیدم، ځکه د اوښکو دوړې یې د سترګو پر لید خورې شوې وې. هغه ورځ زه له هرې ورځې ډېره خوشاله وم. مور مې هره دقیقه له څنګلورې ښځې د ساعت پوښتنه کوله. ما به ویل: «زه ناروغه یم که ساعت؟» له ځان سره مې سوچ کاوه: «ولې مور نن هره شېبه له ښاپېرې مور څخه وخت پوښتي؟»

مور مې ډوډۍ ټوله کړه او د وروستي ځل لپاره یې د ساعت له پوښتلو وروسته، له ځایه پورته شوه او زما د بستر المارۍ ته ورنږدې شوه. له هغې نه یې یو سره رنګه ږمنځ راواخیسته؛ داسې ږمنځ چې یو لور یې واړه او سره نږدې دانې لرلې او بل لور یې نسبتاً غټې. تر څنګ مې کېناسته او زما د ويښتو په ږمنځلولو یې پیل وکړ. دا کار به مې مور هره ورځ کاوه؛ خو دا ځل توپیر دا و چې ډاکټرانو ویلي وو چې ډوډۍ رانه کړي.

په ټوپونو د جراحۍ خونې پر لور روانه شوم او د اَدې د خونې دروازې ته ورنږدې شوم؛ هغه ځای ته چې د کوچنۍ لور د پښې د سخت سوځېدو له امله تر سهاره ویښه پاتې وه. مور دومره دهلېز ته تګ‌راتګ کړی و چې ان په پټو سترګو هم پوهېده چې څو ګامه تر پای پورې پاتې دي او څو نور ګامونه تر هغې دروازې پورې دي چې د ماشومانو د روح ایستلو خونې ته نږدې کېږي. کله چې دروازې ته نږدې شوه، له ما یې وپوښتل: «غواړې چېرته لاړه شې؟» ومې ویل: «زه ډاکټر کاکا مېلمه کړې یم.» اَدې موسکۍ شوه او ویې ویل: «یو ځل دې روح درنه اخلي، بیا درته نوی روح درکوي؛ هو، ډېره ښکلې مېلمستیا ده.» مور مې لاس کلک نیولی و؛ ګواکې زړه یې رپېده چې هسې نه زه بېرته را ونه ګرځم.

دا چې مور مې له لاسه ورکولم، ډېره وېرېده او اندېښمنه وه. د مخکې تګ وس یې نه درلود. د مور لاس د وېرې له شدته خولې شوی و، لکه تازه یې چې مینځلی وي. زما لاس یې دومره ټینګ نیولی و، لکه په خپله چې مې عزراییل ته سپاري. او همداسې وشول؛ د درې ساعتونو پر ځای، دولس ساعته په هوښ رانغلم.

له شپږو ساعتونو وروسته مې ساه بنده شوه. دستګاه خاموشه شوه. ډاکټرانو خپل ماسکونه له خولو لرې کړل او د جراحۍ له خونې ووتل. یوازې دوو نرسانو هغه بستر چې زه پرې پرته وم، مخکې کړی و. مور مې له خوشحالۍ چیغه کړه: «د لورکۍ خونه مې همدلته ده!» ډاکټرانو د مور غمجنو او اندېښمنو سترګو ته وکتل او خپل سرونه یې داسې وخوځول چې ګواکې نوره ساه نه لري. نرسانو سپینه ټوټه لږه نوره هم پورته کړه، څو مور مې مخ ونه ویني. ډاکټر وویل: «مورجانې، پلار یې خبر کړئ چې راشي، لاسلیک وکړي او د خپلې لور جسد یوسي.» مور وویل: «نه، نه! زما لور کمزورې نه ده، هغه ژوندۍ ده.»

د دارالشفا سړه خونه په لاندې پوړ کې وه. هغه دوه کسان چې زما بې‌ساه بدن یې لېږداوه، د لومړۍ زینې په پای کې یې چې پښه کېښوده، ودرېدل او ویې ویل: «ډاکټر! ډاکټر! مړی ژوندۍ شوی!» ناڅاپه مې ساه واخیسته. سپینه ټوټه به له هرې ژورې ساه سره زما له مخه پورته او ښکته کېده. شپږ کسان د عملیاتو خونې پر لور په منډه راغلل. نږدې وه چې ځمکه ولړزېږي. ویل یې: «مړی ژوندۍ شوی، څنګه…؟»

زه بېرته راوګرځېدم. خو څو کسان د ژوند له نعمته بې‌برخې شوي دي؟ څو کسانو د لارې د لرې‌والي، د روغتون د نشتوالي یا د کمزوري اقتصاد له امله د ماشومتوب یا د نوې ځوانۍ په پړاو کې د ژوند فرصت له لاسه ورکړی دی؟ زموږ په وطن کې دا شمېر بې‌شمېره دی.

یادونه: له دې پېښې څه باندې شل کاله اوړي، خو لا مې هم ځوروي؛ هغه چاپېریال، د روغتون په پراخه چاپېریال کې د نیم‌خامو وریجو بوی او د سوځېدلو او ټپي شویو خلکو چیغې. دا ټول له ما سره پاتې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې خدمات ترلاسه کوي
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ د درملنې خدمات ترلاسه کوي

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790796234]
له ایرانه د کډوالو اېستل؛ د بې‌روز ګارۍ په تړاو اندېښنه او له طالبانو وېره
خبرونه

ایران په شپږو میاشتو کې دغه هېواد ته د څه باندې ۱۴۵ زرو افغانانو د ناقانونه ننوتلو مخنیوی کړی

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790792226]
شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلې
خبرونه

شبانه بسیج راسخ د ټایم مجلې د ۱۰۰ اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلې

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790787729]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړه

    پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.