دغه کتاب د ښاغلي ذکرالله ملنګ د اشعارو ټولګه ده چې د بغلان ادبي بهير په زيار په کابل کې چاپ او بازار ته وړاندې شو. دا کتاب ۱۵۳ مخه لري چې د ټولنې ناخوالې، انتقادي، حماسي او پند آمېزه موضوعات پکې د شعر په بڼه راټول شوي دي.
ښاغلی ملنګ د دې کتاب په يوه برخه کې وايي:
چې قلم وي، نيمه شپه او سپین کاغذ وي
زه ملنګ هم په رښتيا توره بلا شم
په دغه کتاب کې ښاغلي ملنګ خپل ډول ډول او په زړه پورې شعرونه راتول کړي چې هرڅوک د خپلې خوښې وړ شعرونه پکې پيدا او لوستلی شي.





