په تېر پسې
د سفر له پاره یې پیسې نه درلودې. هوښیار توپاز ورته د پور موندلو له پاره هېڅ هڅه و نه کړه، ابنوس یې غم و خوړ. له خپل باداره یې هغه قیمتي الماس واخیست، یوه نقلي نمونه یې ترې جوړه کړه، هغه یې د بادار په توکو کې کښېښوده او اصلي یې په څو زره روپیو له یو ارمني سره ګرو کښېښوده.
کله چې شاهزاده پیسې لاس ته راړې، هر څه د تګ له پاره تیار شول. کالي یې پر یوه پیل بار کړل، پر اسانو سپاره شول. توپاز خپل بادار ته وویل: «دېر منتونه مې درته وکړل چې له دې سفره تېر شې خو تر منت وروسته اوس د دې وخت دی چې تابعداري دې وکړم. زه ستا یم، تا سره مینه لرم. د دنیا تر بل سره به درسره یم. خو ښه به وي چې اول د هغه فال ليدونکي لیدو ته ورشو چې له دې ځایه دوه فرسنګه اخوا اوسي.». رستم ورسره ومنله. فال ليدونکي ورته وویل: «که ختيځ ته دې ولاړ شې، لوېديځ ته به مخه شي». رستم یې په دې ځواب پوه نه شو. توپاز ویل چې دا نېک فال نه دی، ابنوس، چې همېشه یې هر څه منل، وویل چې «دا خو ډېر ښه فال دی».
په کابل کې یو بل فال لیدونکی هم و. هغه ته ورغلل. د کابل فال لیدونکې ورته داسې یو څه وویل: «که څه لرې، و به یې نه لرې. که غالب شوې، غالب به نه شې، که ته رستم یې، رستم به نه یې!» د دې فال ليدونکې خبرې تر هغه بل هم بترې د پوهېدو وړ نه وې. توپاز ویل: «پر ځان پام کوه!» او ابنوس ورته ویل : «اندېښنه مه کوه!» او دې دویم سلاکار، د تل په څېر، د بادار د زړه خبره کوله ځکه چې د هغه خوښې ته یې کتل او د هغه د هيلو ملاتړ یې کاوه.
له کابله چې ووتل، یو پراخ ځنګل ته ورسېدل. پر وښو کښېناستل چې ډوډۍ وخوري، اسان یې پرېښودل چې و څري. دوی لګیا و، د پیل بار یې خلاصاوه چې خواړه او کاسې کونډۍ په کې وې. ناڅاپه يې پام شو چې توپاز او ابنوس له کاروان سره نه وو. غږ یې ورته وکړ، ځنګل کې انګۍ ورته د توپاز او ابنوس نومونه تکرار کړل. مزدورانو هره خوا ولټول. ځنګل یې په چغو پر سر واخیست. بېرته راغلل. نه یې څه وليدل او نه چا ځواب ورکړ. رستم ته یې وویل: «موږ یوازې یو ټپوس ولیده چې له یو باز سره یې جنګ کاوه او بڼکې یې ترې ایستلې.» دا کیسه رستم ته حیرانوونکې ښکاره شوه. پلی هغه ځای ته ورغی. نه یې باز و لید او نه یې ټپوس. خو خپل پیل یې وليد چې بار پرې ايښی و او یوه کرګدن پرې یرغل کاوه. یوه په خپل یوازیني ښکر ګوزارونه کول او بل په خپل خلتم. کرگدن چې رستم وليد و تښتېد، فيل یې بېرته راووست خو بیا د اسانو درک نه و. رستم وویل: «د سفر پر مهال په ځنګلونو کې عجیبې پېښې کېږي!» مزدوران هک حیران وو او رستم له دې چې هم یې اسان ورک شوي وو او هم یې خوږ توپاز او بنوس چې هغه هم پرې، که څه هم هېڅ کله ورسره په یو نظر نه و، ډېر ګران و.
دې هيلې چې لږ وخت وروسته به د ښکلې شاهزادګۍ پښو ته ناست وي، یو څه تسلي ورکوله. په دې وخت کې یې یو برګ خر ولید کې یو ناړام دهقان ورته لرګی نیولی و، په سلګونو ګوزارونه یې ورکول. تر دې ډول خرو ښکلی، نایابه، تکړه، په منډه چټک بل هېڅ شی نه شته. هغه هم، لکه حق یې چې و، د دهقان ګوزارونو ته په داسې لغتو ځواب ورکاوه چې غټې غټې څېړۍ یې چپه کولای شوې. ځوان ميرزا خر واخیست. دهقان خپله لار و نیوه خو خره ته یې وویل : «د دې کار بدل به در نه اخلم!»، خره په خپله ژبه له رستم څخه مننه وکړه، اجازه یې ورکړه چې ورمېږ یې و نازوي او ځان یې ورپورې ومښود. رستم له ناري وروسته پر خره سپور شو او له خپلو نوکرانو سره، چې څوک پلي روان وو او څو پر پيل سپاره وو، مخ په کشمیر روان شو.
نور بیا