سپين او تـور
ژباړن: نجیب منلی

په تېر پسې
توپاز وویل: «باور وکړه. ته خو پوهېږې چې زه له هماغه لومړي سره د دې مرګوني سفر مخالف وم. ما یې غمجنه پایله هماغه وخت ليدلې وه. زه هماغه باز وم چې له ټپوس سره مې جنګ وکړ او بڼکې مې ووتلې. زه هغه پیل وم چې ستا کالي پرې بار وو او هڅه یې کوله بېرته دې خپل وطن ته وروګرزوي. زه هماغه برګ خر وم چې بې پایلې کوښښونه یې کول چې بېرته دې خپل پلار کره یوسي. ما درنه اسان ورک کړل، ما درته خوړ جوړ کړ چې ستا د تېرېدو مخه ونیسم. ما هغه غرونه جوړ کړل چې ستا د بدمرغې لارې خنډ شول، زه هغه طبیب وم چې غوښتل مې بېرته دې دخپل ټاټوبي هوا ته واستوم. زه هغه ښارو وم چې درته مې ویل چې جنګ مه کوه.»
ابنوس وویل: « او زه هغه ټپوس وم چې د باز بڼکې مې وایستلې. زه هغه کرګدن وم چې چې ستا پیل مې سل واره په ښکر وواهه. هغه دهقان وم چې برګ خر یې ډباوه، هغه سوداګر وم چې د یوه خره په بیه یې څلور اوښان درکړل چې خپلې بدمرغې ته دې یوسې، ما درته هغه پول جوړ کړ چې پرې واوښتې، ما هغه تونل جوړ کړ چې تاسې ترې راتېر شوئ، هغه طبیب وم چې د مخ ته تلو یې درته وویل او هغه کارغه وم چې جنګ ته یې هڅولې.»
توپاز وویل: « ارمان ارمان! هغه فال لیدونکي رایاد کړه. که ختیځ ته ځې لویديخ ته به دې مخ شې»
ابنوس وویل: «هو، دلته مړي مخ په لوېديځ ښخوي. فال روښانه و، خو چې ته پرې ولې پوه نه شوې. تا یو څه درلودل او نه دې درلودل، ځکه چې تا یو الماس درلود خو هغه نقلي و او ته ترې نه وې خبر. ته بریالی شوی خو دا دی مرې. ته رستم وې خو نور نه یې. فال ریښتیا شو.»
د دې خبرو په جریان کې څلور سپین وزرونه د توپاز پر بدن وغوړېدل او څلور تور وزرونه د ابنوس پر بدن. رستم وویل: «دا څه وینم؟» توپاز او ابنوس په یوه غږ وویل: «ته دې خپل دوه پېریان وینې.»
رستم وویل: «هې، ښاغلیو، ستاسې کار څه و؟ ولې دوه پېریان له یو خوار انسانه تاو وو؟»
توپاز وویل: «همدا قانون دی. هر انسان دوه پېریان لري. دا خبره اول اپلاتون کړې او بیا نورو ورپسې تکرار کړې ده. او ته ګورې چې تر دې ډېر رېښتیا څه نه شته. زه دې ښه پېری یم. زما وظیفه وه چې د ژوند تر وروستۍ شېبې تا وساتم. ما خپله وظیفه په صداقت ادا کړه.»
مرګي حال سړي ورته وویل: « نو که ستا وظیفه زما خدمت و، دا په دې مانا ده چې زه تر تا ډېر لوړ یم. او بیا ته څنګه دا جرأت کوې چې ووایې چې زه دې ښه پېری یم، که داسې وای نو ولې دې پرېښودم چې په هر څه کې تېروځم؟ او اوس دا دی ما او زما مېنه پرېږدې چې په دومره بدمرغۍ کې مړه شو؟»
تو پاز وویل: «افسوس چې قسمت همداسې دی.»
مرګي حال سړی وویل: « که هرڅه قسمت کوي نو بیا پېری څه په درد خوري؟ او، ابنوسه ته، چې څلور تور وزرونه درباندې خپاره دي، ته لکه چې زما بد پېری یې؟»
ابنوس وویل: «همداسې ده چې و دې ویل.»
– نو ته زما د شاهزادګۍ بد پېری هم وې؟
– نه، هغې خپل بد پېری درلود. خو ما ورسره ښه مرسته وکړه.
– اوه، لعنتي ابنوسه. ته چې دومره بد یې نو ته د هغه چا خدمتګار نه یې چې توپاز یې خدمتګار دی. تاسې دواړه، د دوو مختلفو جوهرونو څخه جوړ شوي یاست چې یو یې په خپل ذات کې ښه دی او بل یې په خپل ذات کې بد دی.
– دا یوه نتیجه نه شو بللای خو یوه مسئله ده.
– دا ناشونې ده چې یو نېکچاري موجود دې داسې بدمرغی پېری پیدا کړی وي.
– شونې ده، که ناشونې، خو واقعیت همدغه دی چې درته ومې وایه.
توپاز وویل: «افسوس، افسوس زما بېچاره ملګریه! ته نه وینې چې دا شیطان اوس هم لګیا دی چې وینه دې په جوش راولي او د مرګ شېبه دې رالنډه کړي؟»
– ځه، ځه. له تا هم دومره خوښ نه یم. هغه خو، که نور څه وي، دا مني چې ما ته یې بد رسول. خو ته چې دعوه کوې چې زما ښه دې غوښتل، څه ګټه دې راورسېده؟
– زه خواشینی یم.
– زه هم. خو دلته یو څه شته چې زه پرې پوه نه شوم.
– زه هم.
– شېبه وروسته به پرې پوه شم.
توپاز وویل: «دا به بیا ګورو!»
هر څه ورک شول. رستم د خپل پلار په کور کې و. هغه له دې ځایه چېرته نه و تللی. په خپل کټ کې پروت و او یو ساعت ویده شوی و.
په هیبت راويښ شو. خولې پرې راماتې وې، حواس یې بایللي وو. غږ یې وکړ. پر ځان یې لاس تېر کړ. زنګ یې و شرنګاوه. خپل نوکر ته یې نارې کړې. توپاز په منډه ځان راوساوه. د خوب خولۍ یې پر سر وه. ارږمي یې کول.
رستم وویل: «زه مړ یم که ژوندی؟ او د کشمير ښکلې شاهزادګۍ به ژوندۍ پاتې شي که نه؟»
توپاز په بې پروایۍ وویل: «ښاغلی لکه چې خوب ویني؟»
نور بیا