۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو حضور کولی شي ښځې روغتیايي خدماتو ته اسانه لاسرسی ولري.
دغه بنسټ سهشنبه د تلې پر ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته لاسرسی د هغو ناروغانو لپاره ځانګړی ارزښت لري چې ښايي د ناراحتۍ احساس یا اندېښنې له امله روغتیايي مرکزونو ته په ورتګ کې دوه زړې وي.
د ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون کولی شي د ناروغانو او روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو ترمنځ د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو او د باور په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال بنسټ زیاته کړې چې په داسې چاپېریال کې ښځې د خپلو اندېښنو د څرګندولو لپاره ډېر فرصت لري او کولی شي په ډاډه زړه روغتیايي خدمات ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د دغه بنسټ استازي اېډوېن سنیزا سالوادور ټینګار کړی چې ټول خلک باید د استوګنځي او اقتصادي حالت له په پام کې نیولو پرته، تخصصي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د محدودیتونو له امله د افغانستان روغتیايي سکټور له جدي ستونزو سره مخ دی.
د بودیجې کمښت، د بشري مرستو کمېدل، د سرچینو محدودیت او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر کمېدل د افغانستان په ګڼو سیمو کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کول له ننګونو سره مخ کړي دي.





