۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې سلګونه زره کسان بې ځایه کړي او دا مهال نږدې نیم میلیون کسان بېړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.
نوموړي سازمان سهشنبه د تلې پر ۱۵مه راپور ورکړی چې په کونړ کې د بې ځایه شویو لپاره شپږ پنډغالي جوړ شوي او زرګونه کورنۍ د پس لړزو له کبله نه دي توانېدلي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارزونو له مخې، بې ځایه شوي د څښلو پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او ښځینه روغتیاپالو ته محدود لاسرسی لري.
په پنډغالو کې ګڼه ګوڼه او د پاکو اوبو کمښت د بېلابېلو ناورغیو د خپرېدو لامل شوی او د ملاریا او شري په څېر ناروغیو ګواښ هم شته.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژمي په نږدې کېدو د لرې پرتو او غرنیزو سیمو کورنۍ چې د ګرمولو لپاره توکي نه لري، لا له وړاندې له ګواښ سره مخ دي.
دغه سازمان د اوږدمهاله اړتیاوو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د زلزلو ټپیان دوامداره روغتیايي پاملرنې او رواني–ټولنیزو خدماتو ته اړتیا لري. دوی د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د روغتیايي او بیا ځواکمتیا خدماتو د دوام لپاره له شپږو میلیونو ډالرو څخه د زیاتې بودیجې غوښتنه کړې ده.





