۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په نورستان کې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته ویلي چې د سېلابي اوبو د کچې په کمېدو سربېره هم ګواښونه پر ځای دي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په اېکس کې له خلکو غوښتي چې د ځان د خوندیتوب لپاره سپارښتنو ته پام وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې خلک دې ګواښونه وپېژني، خپل کورونه دې پاک او وچ وساتي او پاتې سېلابي اوبو ته له نږدې کېدو دې ډډه وکړي.
یاد سازمان سپارښتنه کړې چې که اړتیا وي خلک دې له رواني ملاتړه ګټه واخلي.
په نورستان کې پرونیو سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.






